د غزې په لاریون کې پنځه کسان وژل شوي

غزه د انځور حقوق AFP
Image caption د لاریون کوونکو شمېر زرګونو تنو ته رسېږي

په غزه کې په زرګونو فلسطینیانو د اسراییلو د پولې په لور په یوه شپږ اونیز لاریون پیل کړی.

د فلسطیني روغتیا وزارت په وینا د اسراییلي ګولیو له لاسه لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۳۵۰ نور ټپیان دي.

د اسراییلو پوځ بیا وایي چې په شپږو سیمو کې بلواوې روانې دي او دوی پرې ډزې کړي.

فلسطینیانو پولې ته نږدې پنځه پنډغالي درولي او د (بېرته ستنېدو ستر لاریون) نوم یې ورکړی.

د اسراییلو پوځ وایي چې د ۱۷ زرو شاوخوا فلسطینیان په پنځو سیمو کې له اسراییلو سره په پوله راغونډ شوي دي.

دوی تایید کړې چې د راټولو شویو کسانو په لور یې ډزې کړې دي. د اسراییلي پوځ په وینا دغو لاریون کوونکو ټایرونه سوځولي، د اور او تیلو بوتل او ډبرې پر پولې ولي.

فلسطیني روغتیایي چارواکي وایي د جمعې ورځې له لاریون پیلېدو مخکې ۲۷ کلن کروندګر عمر سمور د اسراییلو د ټانک په ګولۍ په خان یونس سیمه کې ولګېد. بل کس ټپی دی.

حماس ډله وایي اسراییلو د عمر په وژلو غوښتل فلسطینیان ووېروي چې په دغه لاریون کې له ګډون لاس واخلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د عمر سمور خپلوان په روغتون کې راټول شوي

د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه لاریون کوونکو ته ویلي چې د فلسطین یو انچ ځمکه به هم له لاسه ورنکړي.

اسراییل څه وایي؟

اسراییلو د غزې پر پوله داسې سیمې جوړې کړې چې د عامو وګړو ورتګ باندې یې بندیز لګولی. او په سیمه کې یې د خپلو پوځیانو شمېر دوه برابره زیات کړی.

اسراییل وېره لري چې دغه لاریون به په داسې ټولیز خوځښت بدل شي چې له پولې به د خلکو د اوښتو لامل وګرځي.

دوی په خان یونس سیمه کې د اسراییلو د ټانک ګولیو دفاع کړې او ویلي یې دي چې په سیمه کې دوو شکمنو کسانو پر پوله د اوښتو هڅه کوله چې دوی ګولۍ پرې وورولې.

د اسراییلو دفاع وزیر په غیر معمولي توګه په عربي ژبه ټویټ وکړ او حماس یې په دې تورن کړ چې د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.

لاریون د څه لپاره دی؟

فلسطینیانو د اسراییلو له پولې سره پنځه پنډغالي درولي چې له بیت هنون په شمال کې پیل کېږي او تر رفاه له مصر سره پولې ته رسېږي.

دغه لاریون د (ورستنېدو ستر لاریون) نومېږي او نن پیل شو، دا د هغې ورځې په یاد دی چې چې په ۱۹۷۶ کې اسراییلي پوځیانو په ناقانونه ډول د ځمکې د غصبولو له امله شپږ فلسطینیان پکې ووژل.

دا لاریونونه د مې په ۱۵ پای مومي او فلسطینیانو د (نکبا) یا (تباهۍ) نوم ورکړی چې په ۱۹۴۸ کې د اسراییلو د دولت د جوړېدو له امله په سلګونو زره فلسطینیان له خپلو مېنو په زور شړل شوي.

فلسطینیان تل د خپل حق غوښتنه کوي چې بېرته اسراییلو ته ستانه شي، خو اسراییل وایي د فلسطینیانو راتلونکی په غزه او لویدیځه غاړه کې دی.

ورته مطالب