یوې کورنۍ ۱۱۵ کلنه وچه ډوډۍ ساتلې

Image caption دا څلورم نسل دی چې دغه ډوډۍ ساتي.

په برتانیا کې یوې کورنۍ یوه ۱۱۵ کلنه وچه ډوډۍ له څو نسلونو راهیسې ساتلې او غواړي راتلونکو نسلونو ته یې وسپاري.

د هالفورډ کورنۍ دغه ډوډۍ د ۱۹۰۳ کال په اپرېل کې پخه کړې وه او له هماغه وخته په دې کورنۍ کې پاتې ده.

د دوی په اند دغه ډوډۍ کور ته (ښه روغتیا او بخت) راوړي.

دا څلورم نسل دی چې دغه ډوډۍ ساتي. دوی وایي ډوډۍ اوس لږه کلکه شوې، خو نور حالت یې هماغسې ساتل شوی.

د برتانیا د دغې کورنۍ غړي وایي چې که ډوډۍ ته ځير شئ نو له بهره اوس هم هماغسې ښکاري لکه یوه پېړۍ مخکې چې پخه شوې وه.

دوی وایي دا د نړۍ یوه تر ټولو پخوا پخه او ساتل شوې ډوډۍ ده.

دغه ډول تودې ډوډۍ چې (بن) ورته ویل کېږي په برتانیا کې له ۱۲مې پیړۍ وروسته پخېدلې او تر اوسه یې خلک پخوي. د دې ډوډۍ نوم د لومړي ځل لپاره په اکسفورد قاموس کې په ۱۷۳۳ کې ثبت شوه.