"سږنى کال به په افغانستان کې د تېرو اوولسو کلونو په څېر نه وي"

. د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوست افغانستان کې روانې جګړې په تړاو مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى "د امريکا پوځ د دې ثابتولو لپاره چې د اورپکو څپه په شاه تمبولى شي، په منډه کار کوي."

ورځپاڼه وايي، د امريکا پوځ د خپل پرمختګ ښوولو لپاره په داسې مهم وخت کې ګړندي ګامونه پورته کوي چې، د ولسمشر ټرمپ ستراتېژۍ لپاره ازموينه بلل کېږي او په باالقوه توګه د جګړې د سياسي ملاتړ خبره هم په کې نغښتې.

د ورځپاڼې په وينا افغانستان ته د نويو سرتېرو او الوتکو رسېدل او افغان ځواکونو ته د سلا مشورو د ورکړې نوى ماموريت به د طالبانو په شا تمبولو کې مرسته وکړي.

ورځپاڼې د امريکا د لوى درستيزانو د ګډې جرګه ګۍ مشر جنرال جوزف ډنفورډ خبرې راخيستي چې وايي، سږنى کال به د تېرو اوولسو کلونو په څېر نه وي، سږکال زموږ تګلاره په بنسټيزه توګه بدله ده.

امريکايي چاواکو ورځپاڼې ته ويلي اوس سم خلک پر دندو ګومارل شوي او افغان ځواکونه په بېلابېلو برخو کې ځواکمن شوي دي.

د دوى په وينا که دا لړۍ همداسې وساتل شي نو دا به له ٢٠١٤ م کال وروسته د بدلون يو ستر ټکى شي.

ورځپاڼه زياتوي، خو ځينې کارپوهان د نوې ستراتېژۍ په بري شکمن دي. ځکه ولسمشر اوباما په ٢٠١٠ او ٢٠١١ کلونو کې د اوس په پر تله ډېر شمېر سرتېري افغانستان ته ولېږل خو د پام وړ پايله يې نه درلوده.

افغانستان لپاره د امريکا پخواني سفير رونالډ نيومن ورځپاڼې ته ويلي د امريکايي پوځيانو د بېړۍ موخه لوېديځوالو ته د ولسمشر ټرمپ د ستراتېژي اغېز ثابتول دي.

ګلف نيوز:

د انځور حقوق Getty Images

ګلف نيوز ورځپاڼې د سعودي عربستان د وليعهد هغه خبره مهمه بللې چې وايي "که د ايران ورانکارۍ کابو نشي نو د جګړې شونتيا شته."

ورځپاڼه ليکي، محمد بن سلمان پر نړيوالو مشرانو غږ کړى چې د سياسي او اقتصادي فشارونو له لارې دې د ايران د څرګندو سرغړونو مخه ونيسي.

محمد بن سلمان چې په درې اوونيز سفر امريکا ته تللى ويلي "موږ د ايران په کابو کولو کې بريالي نه شوو، نو د لسو تر پینځه لسو کلونو موده کې به له هغه هېواد سره جګړه ونښلي."

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز هم د ايران په تړاو يو مطلب خپور کړى او ليکلي يې دي چې ايران په سوريه او عراق کې د خپل اغېز ډېرولو لپاره د لبنان حزب الله په څېر ډلې جوړې کړي او هغو هېوادونو ته يې جنګيالي استولي دي.

ليکوال وايي، په نړۍ کې دا اندېښنه ډېره شوې چې امريکا ښايي د ايران پر ضد پوځي غوراوى وکړي.

يو دليل يې د ملي امنيت سلاکار په توګه د جان بولتون ګومارنه ښوول شوې چې په ايران کې د رژيم د بدلون پلوى دى.

کارپوهان وايي ايران سره د امريکا شخړه به اسانه نه وي ځکه دغه هېواد د منځني ختيځ د حکومتونو په جوړولو کې رول لري او سوري رژيم ملاتړ لپاره يې سوريې ته لسګونه زره وسلوال استولي دي.

ورته مطالب