" که سبا ته په ځانمرګي بريد کې ومرم"

.
Image caption د هلمند په پرلت کې برخه اخیستونکو پر دړو لیکلي، بې سولې ژوند ناشونی دی

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې هلمند د روان پرلت په تړاو مطلب خپور کړى او د ځينو هغو پرلتوالو حالت ته يې کتنه کړې چې د نه خوړو اعتصاب له امله يې روغتيا خرابه شوې.

ورځپاڼه وايي څلور تنه روغتون ته بيول شوي وو، چې د دوو روغتيايي حالت ډېر خراب و.

ورځپاڼې روغتون ته د ور وستل شوي يوه ٢٧ کلن پرلتوال څرګندونې رااخيستې چې وايي "زه بې هوښه وم چې روغتون ته يې راوستى يم او سيروم يې راته لگولى، که نه، ما دا سيروم نه غوښته. که هغوى نن زه وژغورلم نو سبا به په يوه ځانمرګي بريد کې ومرم."

ورځپاڼه د پرلت خيمې ته په اشاره وايي، سړي او ماشومان دړې په لاس ناست دي چې ورباندې ليکل شوي "بې سولې ژوند ناشونى دى."

* هلمند کې پرلت کوونکو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

د غزې تړانګې نښتې؛ د منځني ختیځ اوربلی

برتانوۍ ګارډين ورځپاڼې د "غزه کې نښتې څنګه د منځني ختيځ په لروبر کې اور لگولى شي" تر سرليک لاندې د فلسطينانو او اسراييلو ترمنځ د وروستۍ مخامختيا په اړه شننه خپره کړې.

ورځپاڼه وايي د باور وړ سولې بهير نه شتون د وروستي تاوتريخوالي لوى لامل دى، هماغسې چې ٢٠٠٠ م کال کې دويمه انتفاضه يا پاڅون رامنځته شو بيا په ٢٠١٤ م کال کې تاوتريخوالي بيا سر راپورته کړ.

. د انځور حقوق AFP
Image caption .

ورځپاڼه وايي تاريخي مخينو ښودلې چې ځايي تاوتريخوالى په سيمه کې منفي غبرګونونه راپاروي.

تر ټولو لويه اندېښنه د لبنان په اړه ده چې هلته د حزب الله غورځنګ د اسراييلو سر پرېکړى غليم او د ايران ملګرى پياوړى پوځي او سياسي ځواک دى.

د ورځپاڼې په وينا د اسراييلو پر شمالي پولو د غزې د کټارو په بڼه د خنډونو جوړولو او د تيلو او غازو زېرمو پر سر وار له مخه د ترينګلتيا نښې نښانې رادبره شوې.

ورځپاڼه په سوريه کې هم د حزب الله د پياوړي پوځي حضور ته اشاره کوي او وايي اسراييلو ته په سوريه کې د حزب الله ځاى پر ځاى شوې وسلې يوه موخه ده.

ورځپاڼه زياتوي که د غزې تاوتريخوالى دوام وکړي او پراخ شي، نو د حزب الله د توندلارو د لاسوهنې تمه کېږي او ايراني مشرتابه هم وار وار خبردارى ورکړى چې مخامخ به د حزب الله ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه وايي د مخنيوي او انډول ساتنې پخواني عنصرونه نه شته او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته هيله لرل هم ګټه نه لري.

ځکه تېره جمعه د دغې شورا په غونډه کې ګډونوال ان په يوه وينا پاڼه هم سره هوکړې ته ونه رسېدل.

سعودي په سوریه کې دامریکايي ځواکونو پاتې کېدل غوښتي

ګلف نيوز ورځپاڼې ليکلي چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان چې په يوه درې اونيز سفر امريکا کې دى، د هغه هېواد په دفاع وزارت کې د څرګندونو پر مهال په سوريه کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کړې.

د ورځپاڼې په وينا که څه هم ولسمشر ټرمپ ويلي چې امريکايي ځواکونه به ډېر ژر له سوريې وځي خو د سعودي وليعهد وايي د ايران د اغېز زياتېدا مخنيوي لپاره په سوريه کې د امريکايي ځواکونو شتون اړين دى.

ورته مطالب