په هند کې ولې ښځې تر نارینه وو زیاتې په سرطان اخته کېږي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption په هند کې له سرطان ناروغۍ نارینه د ښځو پرتله ډېر مري.

د نړۍ سرطان پوهان په هند کې د سرطان زیاتېدا حیران کړي دي.

که څه هم هند کې هر کال ۱.۵ میلیونه کسان په سرطان اخته کېږي، خو دا شمېره له اقتصادي پلوه د پرمختللي هېواد امریکا پرتله بیا ټیته ده. په هند کې په هرو یو لک خلکو کې ۱۰۰ کسان په سرطان اخته کېږي، په امریکا کې دا شمېره بیا په یو لک کې ۳۰۰ کسان دي.

دا کېدی شي داسې روښانه شي چې هندیان ځوان وګړي ډېر لري، او سرطان باندې هغه کسان ډېر اخته کېږي چې عمر یې لوړ وي. خو په هند کې په سرطان اخته کسانو ژغورنه بیا د امریکا پرتله ټیټه ده. یوازې درېیمه برخه یې د سرطان له تشخیص وروسته پنځه کاله ژوند کوي.

تر دې هم ګرانه پوښتنه دا ده چې په هند کې له نارینه وو ښځې په سرطان ډېرې اخته کېږي، یوه څېړنه ښيي چې په نړۍ کې ۲۵ سلنه نارینه له ښځو زیات په سرطان اخته کېږي، خو په هند کې دا شمېرې سرچپه دي.

د سرطان زیاتېدا

خو په هند کې له سرطان ناروغۍ نارینه د ښځو پرتله ډېر مري.

دا ځکه چې ښځې د تیو، تخمدان او رحم په سرطان اخته کېږي چې د درملنې او ترې روغېدو امکان یې ډېر وي. خو نارینه بیا تر ډېره د سږیو یا ستوني په سرطان اخته کېږي چې تر ډېره د سګرټ او تمباکو څکولو له امله وي او د ژغورنې لږ امکان لري.

سرطان د انځور حقوق AFP
Image caption په ښځو کې د تیو سرطان د ټولو سرطانونو ۲۷ سلنه جوړوي.

په ښځو کې د تیو سرطان د ټولو سرطانونو ۲۷ سلنه جوړوي. سرطان پوهان وایي په تېرو شپږو کلونو کې په دې شمېر کې زیاتوالی راغلی.

کارپوهان وایي سرطان یوه جنیټیکي ناروغي ده. څېړنې ښيي چې ښځې د سینې د سرطان ناروغۍ باندې د اخته کېدو امکان څلور برابره زیاتېږي که په کورنۍ کې یو کس هم په دغه ډول سرطان اخته وي.

خو بیا سیمه ییز بدلونونه هم شته.

د هند په پلازمینه کې د تي سرطان تر ټولو لوړ دی. او سرطان پوهان تر اوسه ځواب نه ورته لري. دوی یوازې د عامه پوهاوي زیاتولو او د تشخیص او موندلو د زیاتولو هڅې کولی شي.

ډاکتر روي مهوترا د هند د سرطان د مخنیوي او څېړنې مرکز مشر دی، دی وایي غوړ خواړه، چاغښت، ناوخته واده، لږ ماشومان لرل، کم تی ورکول هغه څه دي چې د سرطان لامل ګرځي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
هرات کې د سرطان ناروغۍ مرکز وايي د ناروغاو شمېر زيات شوی

دی زیاتوي چې ډېری ښځې ناوخته تشخیصېږي، ځکه عامه پوهاوی نشته او خلک ډاکټر ته په ورتګ کې زړه نا زړه وي.

د بېلګې په توګه په امریکا کې ۸۰ سلنه د تي سرطان په لومړي یا دوهم سټېج کې تشخیصېږي. خو په هند کې بیا ټول د سینې سرطان په دریم یا څلورم ستیج کې تشخیص کېږي.

د سرطان مخنیوی

په هند کې دوهم ډول سرطان چې تر ټولو ډېرې ښځې وژني د رحم سرطان دی.

ډاکتر مهوترا بیا وایي چې دا یو له هغو سرطانونو دی چې ډېر مخنیوی یې کیدی شي. د ده په وینا ((هېڅ ښځه باید د رحم له سرطانه مړه نه شي.))

هند د جنسي روغتیا په هکله لا زیاتو ښوونو او پوهاوې ته اړتیا لري چې له دغه ډول سرطانونو ځان وژغوري.

هند یو ستر هېواد دی چې له یو میلیارد زیات وګړي لري او له ۴۰۰ زیاتې مخلتفې توکمیزې ډلې چې د دغو ټولو جینیټيکي زده کړې او څېړنې باید وشي، چې څوک له روغتیایي اړخه د کوم ډول سرطان سره د مبارزې توان لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption په هند کې دوهم ډول سرطان چې تر ټولو ډېرې ښځې وژني د رحم سرطان دی.

څېړونکي وایي چې که د هند د پنجاب ایالت د ښځو څېړنې کېږي نو په برتانیا کې مېشتې پنجابي ښځو څېړنه هم باید په ورته وخت کې وشي، چې د دغو دوو تړلو ډلو خو په بېلابېلو چاپېریال کې اوسېدونکو د سرطان په برخه کې څېړنه بشپړه وي.

هند په ۱۹۷۶ کې د سرطان د کابو کولو پروګرام پیل کړ، خو حکومت یې یوازې ۱.۲ سلنه خالص عواید په روغتیا لګوي، ځکه خو دا پروګرام هغومره ګټور نه و. خو تېر کال د هند حکومت د وړیا سرطان تشخیص پروګرام اعلان کړ چې د هېواد په ۱۶۵ ولسوالیو کې به خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ډاکټر مهوترا باور لري چې ځینو پوښتنو ته ځواب موندل به وخت ونیسي.