چین د امریکا پر ۱۲۸ توکو تعرفه ولګوله

د انځور حقوق Getty Images

چین له امریکا ور تلونکو ۱۲۸ صنعتي توکو تر ۲۵ سلنه پورې تعرفه ولګوله چې د شراب او خنځیر غوښه هم پکې راځي.

دا تعرفه په داسې توکو لګول شوې چې ارزښت یې درې میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د چین دا مالیه زیاتول د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري په سټیل یا پولاد او المونیم تر تعرفې زیاتولو وروسته دي.

* "چین په افغانستان کې د امریکا حضور نه غواړي"

* چین له امریکا ډېر ځواکمن او تر ټولو چټک کمپیوټر لري

چین وايي، دا نوی ګام یې د خپلو ګټو خوندیتوب او د دغه هېواد پر توکو د امریکا له خوا زیات شوي محصول کې دوی ته رسېدلي زیان کې د توازن پیدا کولو لپاره دی.

له دې مخکې چین ویلي و چې سوداګریزه جګړه نه غواړي، خو که اقتصاد یې زیانمنېږي، غلی نه کېني.

په ځواب کې ډونلډ ټرمپ وايي، سوداګریز جنګ ښه دی او امریکا په اسانه دا جګړه ګټلی شي.

ولې داسې وشول؟

ر د انځور حقوق EPA
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، له چین سره سوداګریز جنګ به ګټي.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال کرس بکلر وايي، امریکايي چارواکو لا د مخه د چین د لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت توکو باندې د محصول لګولو پلان اعلان کړی دی.

دوی وايي، دا ګام یې سوداګرۍ کې د چین د ناسم عمل له امله کړی، ځکه چې په دې سره چین کې امریکايي کمپنۍ اغېزمنېږي.

* د چین د اقتصاد ځوړ د ونډو نړیوال بازارونه سخت اغېزمن کړي

* چین د اختراع د امتیاز ثبتولو کې پر امریکا مخکې شو

زموږ خبریال وايي، په دې سوداګریزه جګړه کې د نورو ګامونو امکان هم شته.

چین له امریکا پر ترلاسېدونکې کباړي شوي المونیم او خنځیر غوښه د اوسنۍ مالیې سره نوره ۲۵ سلنه محصول یا تعرفه لګولې ده.

پر دې سربېره یې په وچه او تازه مېوه، ګیاهي درملو، جنسیګ او شرابو هم تعرفه ۱۵ سلنه ډېره کړې ده.

اوس به څه کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

چین وايي، دا نوی محصول یې د ولسمشر ټرمپ د المونیم او سټیل باندې د زیاتې شوې تعرفې له امله دی.

خو امریکا په راتلونکي کې هم د ورته ګام پورته کولو خبره کوي.

د تېرې میاشتې پر ۲۲ امریکا وویل، چې د ۶۰ میلیار ډالرو په ارزښت چینايي توکو د محصول لګولو پلان لري او امریکا کې د چینایانو پانګونه هم محدودوي.

امریکا وايي، دوی دا کار د چین له خوا د دوی په خبره، له کلونو راهیسې د ذهني ملکیت د کلونو غلا په ځواب کې کوي.

سپینه ماڼۍ وايي، د چین د حکومتي اقتصاد له لوري د ناانډوله مقابلې په ځواب کې دا هرڅه کوي.

اوس دا له وخت مخکې ده چې امریکا د دې لومړني ځواب په مقابل کې څه ګام پورته کوي او بیا به چین څه کوي.

ورته مطالب