"اسراییل د فلسطنیانو د وژنې په تړاو د ملګرو ملتونو پلټنه ونه منله"

  • یما بارز
  • بي بي سي
ر

د عکس سرچینه، Getty Images

برتانوۍ گارډين ورځپاڼې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ وروستي تاوتريخوالي ته په اشاره ليکلي، چې اسراييلي چارواکو د ملگرو ملتونو هغه غوښتنه رد کړه چې وايي د اسراييلي سرتېرو يې پر ډزو د ١٦ فلسطيني وگړو د وژنې په تړاو دې پلټنې وشي.

د اسراييلو دفاع وزارت ويلي سرتېرو هغه څه تر سره کړي چې بايد يې کړي واى. گارډين همداراز ليکلي چې د غزې روغتونونو ته سلگونه ټپي احتجاجيان ور وستل شوي چې ډاکټران وايي په مردکو ژوبل شوي.

گلف نيوز:

گلف نيوز ورځپاڼه وايي د هغو ٣٨ هندي اتباعو مړي به نن هند ته ورسېږي چې په ٢٠١٤ م کال کې داعش په موصل کې نيولي و او بيايي مړي څو مياشتې وړاندې په يوۀ ډله ييز قبر کې وموندل شول.

ورځپاڼې په بغداد کې د هند د سفير په وينا ليکلي چې د دغو هندي وگړو مړي اوس په يوۀ پوځي الوتکه کې هند ته په لار دي.

دغه هندي وگړي په موصل کې د ودانۍ جوړولو په کارونو بوخت و چې داعش ډلې د موصل له ولکه کولو لږ وروسته ونيول.

د دوى مړي څو مياشتې وړاندې وروسته له هغه چې داعش په موصل کې بشپړه ماته وخوړه، موندل شوي و خو پېژندگلوي يې بيا تېره مياشت وشوه.

فايننشل ټايمز:

فايننشل ټايمز ورځپاڼې په خپاره کړي يوۀ مطلب کې ويلي چې چين د امريکا له لوري د دغه هېواد د المونيمو او اوسپنې پر صادراتو د گمرکي ماليو زياتولو په غبرگون کې غواړي له امريکا پر واردېدونکو توکو لکه وچه ميوه، د خنځير غوښه او څښاک ماليې لوړې کړي.

نيويارک ټايمز:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغانستان نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري.

پکتیا:د ماشومان د ښوونځي مخنیونکې کورنۍ به ۷۰ ډالر ناغه کیږي

نيويارک ټايمز افغانستان کې د ښوونې او روزنې حالت ته کتنه کړې او د پکتيا لجه منګل ولسوالۍ د مشرانو هغې پرېکړې ته يې اشاره کړې چې له مخې به يې هره هغه کورنۍ چې خپل ماشومان ښوونځي ته نه استوي ٧٠ ډالره ناغه کېږي.

ورځپاڼې د دغې سيمې د يوه مشر ښايسته خان احدي څرګندونې را اخيستې چې وايي "د سيمې خلکو وکتل هغه وگړي چې ښوونځي ته ځي په حکومت او نړيوالو ادارو کې مهمې دندې ترلاسه کوي، هغوى اوس د زده کړې د ارزښت خوند څکلى."

د ورځپاڼې په وينا د لجه منګل د مشرانو پرېکړې له دې امله ځانته پام راړولى چې افغانستان کې اوس هم ډېر شمېر ماشومان له زدکړې بې برخې دي.

ورځپاڼې د يونيسف په وينا ليکلي چې ٣ نيم ميليونه ماشومان له ښوونځي بې برخې دي. څه د پاسه ١٠٠٠ ښوونځي تړلي دي او د پرانيستو ښوونځيو نيمايي ودانۍ نه لري.

ورځپاڼه ليکي حال دا چې له زده کړو د بې برخې ٣ نيم ميليون ماشومانو ٧٥ سلنه نجونې دي خو بيا باميان ولايت کې د زده کوونکو ٥٨ سلنه نجونې جوړوي.

ورځپاڼه ناامني، فساد، د اسانتياو نشتوالى، ځينو سيمو کې د اورپکو ګواښونه، او دودونه د زده کړو پر وړاندې خنډونه يادوي.