سوداګریزه جګړه څه ته وايي؟

ٹرمپ اور شی جن پنگ

چین د شنبې په ورځ (د اپرېل په دویمه) د امریکا پر ۱۲۸ توکو تعرفه یا محصول ولګاوه.

د بېجینګ دا ګام له هغه وروسته وه چې واشنګټن د چین په سټيل یا پولادو او ا المونیم ګمرکي تعرفه ډېره کړه.

چین د امریکا له دغه ګام وروسته ویلي وو، سوداګریزه جګړه نه غواړي، خو له خپلو ګټو دفاع کوي.

په ځواب کې د امریکا ولسمشر وویل، سوداګریزه جګړه خوښوي او واشنګټن یې په اسانه ګټلی شي.

پوښتنه دا ده چې سوداګریزه جګړه څه ته وايي؟ تعرفه یا محصول یې لا څه؟

تاسو له سوداګریزې جګړې څنګه اغېزمنېدلی شئ؟

سوداګریزه جګړه

سوداګریزه جګړه کې یو هېواد د بل هېواد پر توکو د محصول یا تعرفې په زیاتولو سره برید کوي.

یو هېواد چې د بل هېواد پر وارداتو محصول زیاتوي په ځواب کې یې بل لوری هم ورته ګام پورته کوي.

په دې سره د نورو هېوادونو اقتصاد هم اغېزمنېږي او سیاسي کړکېچ را ولاړوي.

تعرفه یا محصول څه ته وايي؟

د بهرنیو هېوادونو په جوړو شویو توکو لګول شوې مالیې ته تعرفه یا محصول وايي.

د دې مالیې په زیاتېدلو سره هغه توکي ګرانېږي او اخیستل یې کمېږي.

د دې مطلب دا وي چې خلک د دوی پر ځای ارزانه کورني توکي واخلي او هېوادنی اقتصاد پیاوړی شي.

امریکا د چین د ۶۰ ملیارد ډالرو په ارزښت توکو محصول لګول غواړي.

دوی دا د ذهني ملکیت غلا په ځواب کې بولي.

په چین تور لګوي چې د دغو توکو او صنعت فکر او ډیزاین یې غلا کړی دی.

سپینه ماڼۍ وايي، له زرو د ډېرو توکو نوملړ یې برابر کړی چې تر ۲۵ سلنې مالیه پرې لګوي.

خو له دې مالیې مخکې له اړوند کمپنیو سره خبرې کوي او هغوی ته د نظر بیانولو وخت ور کوي.

ډونلډ ټرمپ په دغه کار سره سوداګریزه کسر کمول غواړي.

نوموړي د ولسمشرۍ کمپاین کې هم چین په ناانډوله سوداګریزه پالیسۍ تورن کړی و.

هغه ویل که ولسمشر شي دا خساره به کمه کړي.

کاروباري کسر څه ته وايي؟

د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو ترمنځ توپیر ته سوداګریزه کسر وايي.

امریکا چې له چین څومره توکي واردوي، هغومره توکي دغه هېواد ته نه صادروي او دا مانا لري چې امریکا له سخت کسر سره مخامخ ده.

په بله ژبه چین په امریکا کې ډېر توکي پلوري، خو له امریکا لږ سامان رانیسي.

تېر کال دا توپیر ۳۷۵ میلیارد ډالره و او ټرمپ ترې خوشال نه و.

هغه دا کسر کمول غواړي او د دې لپاره تعرفه لګوي.

که ولسمشر سوداګریز کسر نه خوښوي، خو بیا هم دا بد شی نه دی.

پر ۲۰۱۷ کال امریکا د بانکوالۍ، سفر او ګرځندوی برخو کې ۲۴۲ ملیارد ډالرو په ارزښت خدمتونه وارد کړي وو.

د امریکا اقتصاد کې د خدمتونو برخه ۹۰ سلنه ده چې څومره وسایل چین ورته تیاروي هغومره دوی نه شي برابرولی.

په دې وجه د ټرمپ سوداګريز کسر خلکو کې ډېره منلې نه ده او نیوکګر یې د ټرمپ ادارې له خوا د کورنیو مصنوعاتو د خوندیتوب لپاره بولي.

ځانپالنه څه ته وايي؟

کله چې حکومت ستاسو د هېوادني صنعت د پراختیا لپاره له بهرنیو هغو سره مقابله کوي دې ته ځانپالنه یا پروټیکشنیزم وايي.

د بېلګې په ډول ډونلډ ټرمپ د چین پر پولادو ۲۵ سلنه او او المونیم لس سلنه مالیه ولګوله.

د ټرمپ اداره وايي، چې د امریکا کلي تر ډېره پر بهرنیو توکو ولاړ دي او که کومه جګړه پېښېږي نو له هېوادني صنعت به موټر او وسلې نه شي جوړولی.

خو نیوکګر وايي، چې امریکا تر ډېره پولاد له کاناډا او لویې ملاتړې اروپايي ټولنې ترلاسوي.

په اصولي ډول په دغو توکو له مالیه لګولو وروسته به امریکايي کمپنۍ له ځايي کمپڼیو پولاد اخلي او دې سره به د دغو توکو کورنۍ صنعت پراخ شي.

خو دا سم کار دی؟

تر څه بریده ښايي د امریکا پولادو کمپنیو ته ګټه ورسېږي، د غوښتنې یا تقاضا له وجې به بیې ګرانې کړي، دندې به زیاتې کړي او ډېره ګټه به وکړي.

خو د ګاډو او الوتکو جوړوونکو امریکايي کمپنیو ته به د اومتوکو بیه ګرانه شي.

ور سره به د دوی لګښت زیات شي او د خپلو توکو بیه ډېره کړي ځکه به یې تاوان مشتریانو ته ورسېږي.

دا ډول امریکا کې ګاډي، برېښناتوکي، د الوتکو ټیکټونه او د بوتل له امله د شرابو بیې به هم ګرانې شي.

تاسو څنګه اغېزمنوي؟

د امریکا او چین سوداګریزه جګړه ټوله نړۍ اغېزمنوي.

ځکه که چین د اېپل په څېر پر امریکايي کمپنیو تعرفه لګوي، نو دا کمپنۍ د دې اغېز کمولو لپاره د خپلو توکو بیه لوړوي.

اوس که دا توکي په بل هېواد کې هم رانیول کېږي، نو د پخوا پرتله به ګران وي.

اوس اروپایي ټولنه، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، کناډا، مکسیکو او سوېلي کوریا کې پر پولادو یا سټیل تعرفه نشته.

خو امریکا د چین پر پولادو او المونیم مالیه ولګوله او دې سره نړۍ کې کمپنۍ له ستونزو سره مخ کېږي او د خپلو مصنوعاتو بیه لوړوي.

ازاده سوداګري ښه ده؟

دا ځواب په دې پورې تړلی چې پوښتنه له چا کوې.

ازاده سوداګري د ځانپالنې خلاف ده. د دې مطلب دا دی چې پر مصنوعاتو له کم نه لا کم ټېکس ولګول شي، په دې سره هر چېرته چې وي خلکو ته د ښو توکو اخیستلو چانس ور کړل شي.

دا د هغو کمپنیو لپاره ښه ده چې د لګښتونو کمولو هڅه کوي.

د دوی دا کار د نړۍ اقتصاد ته ګټه رسوي.

د دې کمپنیو برکت دی چې سمارټ فون، خوراکتوکي او مېوه د نړۍ نږدې هر کور پورې رسېږي.

بل دا چې که بهرنی غوره توکی په کمه بیه ترلاسه کېږي، نو ځايي توکی ولې را نیول شي.

سوداګریزه جګړه ځنګه ختمه شي؟

په دې تړاو څوک نه پوهېږي، خو تاریخ دا راته وايي، چې د تعرفې زیاتېدلو سره د مشتریانو لپاره توکي ګرانېږي، ځکه یې هر ډول اقتصاد پوهان مخالف دي.

د جمهوریپال ګوند ډېر غړي هم په دې برخه کې د ټرمپ خلاف او د ازادې سوداګرۍ سخت ملاتړي دي.

د چین خلاف د ډونلډ ټرمپ دا ګام پر دواړو هېوادونو سربېره د نورې نړۍ مشتریانو ته هم تاواني دی.

خو لنډه دا چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ دا سوداګریزه جګړه د هیچا په ګټه هم نه ده.