ډونلډ ټرمپ د سعودي او قطر له مشرانو سره پر ایران وغږېد

ر د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا او د قطر له امیر سره په خلیج همکارۍ شورا کې پر اختلافونو او سیمه کې د ایران پر چلن خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ بیان کې راغلي، چې ډونلډ ټرمپ د قطر له امیر تمیم بن احمد ال ثاني سره د ایران پر سپین سترګي چلند خبرې وکړې.

د دې بیان له مخې د امریکا او قطر مشرانو د ایران چلن په منځني ختیځ کې د ټیکاو لپاره خطر وباله.

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* ایران ولې د سوریې معادن صادروي؟

سپینه ماڼۍ وايي ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره هم خبرې وکړې.

دواړه مشران په دې سلا شول چې د ایران له هغه نفوذ سره مقابله وکړي، چې د سوریې د کړکېچ په کارولو سره یې منځني ختیځ کې زیاتوي.

ښاغلي ټرمپ په دې خبرو کې د خلیج همکارۍ شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف پر اوارولو او د ایران له نفوذ سره د مقابلې او د توندلارو ماتولو لپاره د دوی پر یووالي ټینګار وکړ.

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر کال مۍ میاشت کې د سعودي د لیدنې پر مهال ډونلډ ټرمپ له سعودي پاچا سره.

ښاغلي ټرمپ په دغو خبرو کې د سعودي عربستان پر ښارونو د حوثیانو وروستیو بریدونو ته په اشارې له ریاض سره د واشنګټن پر یووالي ټینګار وکړ.

حوثي وسلوالو د دوشنبې په ورځ هم سره سمندرګي کې د سعودي عربستان تېل لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې ده.

* عرب ټولنه د ایران د "لاسوهنې" په هکله بېړنۍ ناسته کوي

* د یمن کړکېچ: څوک د چا لپاره جنګېږي؟

امریکا او سعودي عربستان په یمن کې له حوثیانو سره ایران په ملاتړ تورنوي.

له داعش سره مبارزه او د یمن کړکېچ د دې خبرو بله برخه وه.

له عرب مشرانو سره د ټرمپ د ناستې ځنډېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي په مشرۍ عرب ټلواله د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د حوثیانو پرضد جګړه کوي.

د سعودي عربستان، قطر او امریکا د مشرانو له خبرو وروسته رویټریز خبري اژانس ته یوه چارواکي ویلي، چې د خلیج د عرب هېوادونو له مشرانو سره د ډونلد ټرمپ ناسته وځنډېده.

رویټرز زیاتوي، د ریاض او دوحه ترمنځ کړکېچ هغه څه دي چې له پسرلي یې تر مني دا ناسته وځنډوله.

ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ سپینه ماڼۍ کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل.

ټاکلې ده راتلونکې اونۍ د قطر امیر هم په واشنګټن کې له ټرمپ سره وویني.

ورته مطالب