مړ سمندر ولې مړ بلل کېږي؟

  • عارف شمیم
  • بي بي سي اردو
د عکس تشریح،

مړ سمندر کې د مالګې او منرالونو کچه خورا ډېره ده.

تاسو ته پته ده چې د ځمکې پر مخ تر ټولو ټیټه سیمه کومه ده، د مالګې کلیمه له کومه راغله او مړ سمندر ولې مړ بلل کېږي؟

د دې پوښتنو ځواب هم پر ځمکه خپور شوی او د نړۍ درې ستر مذهبونه یې سرچینه بلل کېږي.

هم سپڅلې ځمکه ده او هم د کړکېچ ځمکه. دلته د پېړیو تاریخ هم پټ دی هم ښکاره.

مړ سمندر

د عکس تشریح،

سلانیان د سمندر اوبه په ځان مښي.

دا د اردن، فلسطین او اسراییل ترمنځ پروت سمندر او داسې ځای دی چې هلته د باران او شاوخوا ځمکې لاندې او پاسنۍ اوبه لاندې خواته ځي.

دلته اوبه راځي، خو بل چرته ترې نه ځي. مطلب له څلورو خواوو یو ډول بند دی او اوبه یې یواځې په بړاس بدلېږي او پورته کېږي.

له پېړیو راهیسې د دې ځای اوبه پورته کېږي او لاندې یواځې کاني یا منرالي مواد او مالګه پاتېږي، ځکه له پېړیو راهیسې دومره مالګین شوی چې ان کبان یا بوټي هم پکې نشته.

داسې بکتریاوې پکې ضرور شته چې له هر ډول چاپېریال سره ځان برابرولی شي.

له همدې امله دغه سمندر ته مړ سمندر وايي، مطلب د مړو شیانو سمندر یا هغه سمندر چې کوم ژوندي سری پکې ژوند نشي کولی.

د سمندر له مخ یا سطحې ۴۳۰ متره یا ۱۴۱۲ پوټه لاندې ده او په اوبو کې د مالګې د کثافت له مخې د نړۍ تر ټولو ژور ځای هم دی. مطلب ۳۰۴ متره یا ۹۹۷ پوټه ژور.

دلته په اوبو کې مالګینتوب یا تریووالی ۳۴ اعشاریه دوه سلنه دی او دا په دې نړۍ کې د مالګینو اوبو تر ټولو ستره زېرمه ده.

د مالګې سمندر

د عکس تشریح،

مړ سمندر د اردو، فلسطین او اسراییل ترمنځ پروت دی.

مړ سمندر په تاریخ کې په څو نومونو یاد شوی او په بایبل کې د بند سمندر په نوم بلل شوی دی.

د رومیانو دور کې سالټ سي یا مالګین سمندرګی یا د مالګې سمندر بلل شوی. سالټ د لاتیني ژبې سال دی، چې د مالګې کیمیايي نوم هم دی.

مړ سمندر یا د مالګې سمندر د رومیانو لپاره دومره مهم و چې پیرې یې پر ولګولې چې څوک مالګه ترې یو نه سي.

هلته یې کارکوونکو ته تنخا کې هم مالګه ور کوله. دا هم ویل کېږي چې انګرېزي کې سېلري( تنخا) هم له سال اخیستل شوې ده.

روغتیا بښونکی ځای

د عکس تشریح،

مړ سمندر د سیلانیانو لپاره مهم مرکز دی او د نړۍ له مختلفو سیمو ګرځندویان ورځي.

که څه هم مړ سمندر کې ژوي نشته، خو له نړۍ ورته خلک هرو مرو ور ځي او د سیمې د نورو ځایونو په څېر د ګرځندوی یو لوی مرکز دی.

دلته په اوبو کې مالګه او نور منرالونه ډېر دي، ځکه یې اوبه د څو ناروغیو لپاره درمل دي.

خلک په دې اوبو کې لامبي، خټې یې پر بدن مښي او پر سمندرغاړه یې څملي، ځکه ویل کېږي چې بدن ته روغتیا او تازوالی بښي.دی.