چین کې ورکه نجلۍ ۲۴ کاله وروسته وموندل شوه

د انځور حقوق cfp
Image caption ښاغلي ونګ یې خپلې لور پسې هر ډول اعلان وکړ.

یو چینایی پلار له ۲۴ کاله لټون وروسته له خپلې ورکې لور سره یو ځای شوی.

ښاغلي ونګ مینګقنګ د خپلې لور موندلو لپاره له هرې لارې کار واخیست، په دې هیله چې له خپلې لور سره به یو ځای شي په چینډو ښار کې یې په ټکسي چلولو پیل وکړ.

د سږ کال په پیل کې یې لور ورسره اړیکه ټینګه کړه او دی یې وموند. روانه اونۍ یې کورنۍ د لومړي ځل لپاره سر یو ځای شوه.

له نن ۲۴ کاله مخکې ونګ له خپلې مېرمنې سره د سړک پر غاړه میوه پلورله چې د ورځې په پای کې یې پام شو لور یې (قیفنګ) ترې بېدرکه شوې.

د انځور حقوق Thecover.cn
Image caption یو چینایی پلار له ۲۴ کاله لټون وروسته له خپلې ورکې لور سره یو ځای شوی.

دوی یې لټون پیل کړ، شاوخوا سیمې یې ولټولې، له اخبارونو او اعلاناتو یې ګټه واخیسته، خو هیڅ ګټه یې ونکړه. وروسته ښاغلی ونګ د چینګډو ښار ته لاړ او ټکسي چلول یې پیل کړل په دې هیله چې یوه ورځ به له خپلې لور سره یو ځای شي.

ده به په ټکسي کې خلکو ته د خپلې ماشومې لور تصویر ورکاوه او ورڅخه پوښتل به یې چې که وکولی شي لور یې ورته ومومي.

د کلونو په اوږدو کې چینایي چارواکو د څو ښځو ډي این اې وڅېړلې چې که دوی د ښاغلي ونګ لورانې وي، خو د څیړنو پایلې به هر ځل منفي راختلې.

خو تېر کال هغه مهال چې زرګونه کیلومتره لرې د چین له یوه لرې ښاره یوه ښځه چې کنګ ینګ نومېدله هغه تصویر ولید او حیرانه شوه چې څنګه له دې سره دومره ورته والی لري.

هماغه و چې دې ښاغلي ونګ ته ټلیفون وکړ او په تندي د یوه وړوکي ټپ نښه او د ژړا پر مهال د بې حالۍ راتلو حالت یې ورته ووایه، ښاغلی ونګ پوه شو چې همدا یې لور ده.

د انځور حقوق Thecover.cn
Image caption چین کې ډېرو خلکو د نجلۍ موندل کېدو باندې خوښي څرګنده کړې.

کله چې ډي این اې وشوه نو پایله یې مثبته وه او ښاغلي ونګ له ۲۴ کاله لټون وروسته خپله لور ومونده.

ښاغلي ونګ یې لور ته وویل "اوس دې پلار وموندلې، اوس د هیڅ غم مه کوه."

د سه شنبې په ورځ کنګ ینګ له خپل خاوند، لور او زوی سره چینګډو ښار ته لاړل او له خپلو خپلوانو سره یو ځای شول.

کنګ له ژورنالیستانو سره په خبرو کې وویل چې دومره موده خلکو راته ویل چې مور او پلار نه لرم، زه خبره نه وم چې دواړه لرم.

د انځور حقوق Thecover.cn
Image caption نجلۍ له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوې.

ښاغلي ونګ بیا وویل چې "هېڅوک نه پوهېږي ما څومره ستونزې ګاللې خو هیلې مې پوره شوې او دا دی لور مې وموندل شوه."

رپوټونه وایي چې کنګ له خپل مور او پلار ۲۰ کیلومتره لرې په یوه کلي کې رالویه شوې، خو چې څنګه بېدرکه شوه په دې هکله لا معلومات نه دي څرګند شوي.

اړونده مطالب