امریکا کې د یوټیوب ودانۍ سره ډزې
امریکا کې د یوټیوب ودانۍ سره ډزې
په امریکا کې پولیسو د هغې ښځې هویت تایید کړی دی چې پرون یې په کلفورنیا کې د یوټیوب دفتر مخې ته ډزې وکړې. دا مېرمن نسیم اقدم نومېده، ایراني الاصله وه او په سن دییګو کې اوسېده. په دغه برید کې درې کسان ټپیان شوي دي. نسیم اقدم پر دې غوسه وه چې یوټیوب یې ویډیوګانې سانسور کړې وې.