د افغان ښوونځیو کیفیت
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ښوونځیو کیفیت

په افغانستان کې اوس په ميلیونونو ماشومان ښوونځیو ته ځي، ځینې بنسټیزې ستونزې یې هم حل شوې دي او د ډېرو پام د تعلیم یا ښوونې د کیفیت پر لور اوښتی دی. ډېری ستونزه دا بولي چې ښوونکي ښونیز مهارتونه یا وړتیاوې نه لري نو ځکه په خپله پلازمېنه او لرو پرتو سیمو کې ماشومان حتی لیک لوست لا نشي کولی. په کابل کې زموږ همکاره نجما ځلا یوه ښوونځي ته تللې ده.