۳۵ کاله وروسته سعودي کې بیا سېنما پرانیستل کېږي

د انځور حقوق AMC
Image caption اې اېم سي په نړۍ کې زر سېنماوې جوړې کړې دي.

نړۍ کې د سېنما جوړولو تر ټولو لویه کمپنۍ اې اېم سي وايي، د روانې میاشتې پر ۱۸ سعودي عربستان کې خپله لومړنۍ سېنما خونه پرانیځي.

له ۳۵ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې پر سېنما بندیز و او دا له لسګونو کلونو وروسته لومړنۍ سېنما ده چې دلته به کار پیل کړي.

د اې اېم سي ویاند راین نونان بي بي سي ته ویلي، په دې برخه کې یې د سعودي د حکومت د عامه پانګونې صندوق اړوند یوې کمپنۍ سره تړون کړی دی.

" د تړون له مخې اې اېم سي سعودي عربستان کې خپله لومړنۍ سېنما پلازمېنه ریاض کې پرانیځي. "

د ښځو څوکۍ

د انځور حقوق Business Wire/KAFD
Image caption لومړنۍ سېنما ریاض کې د اپرېل پر ۱۸ پرانیستل کېږي.

د دې کمپنۍ ویاند وپوښتل شو چې سېنما ته به ښځې د تګ اجازه ولري او څوکۍ به یې بېلې که له نارینه وو سره یو ځای وي؟

هغه ځواب کې وویل، چې دمګړۍ په دې تړاو څه نشي ویلی.

د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم یوه بیان کې د سېنما جوړولو تړون تایید کړی دی.

دا کمپنۍ و ايي، راتلونکو پنځلسو کلونو کې د سعودي عربستان ښارونو کې له ۳۰ تر ۴۰ سېنماوې پرانیستل کېږي.

پلان دا دی چې د دې سېنماوو شمېر تر ۲۰۳۰ کال سلو ته ورسېږي.

اې اېم سي په نړۍ کې نږدې زر سېنماوې جوړې کړې دي.

مېرمنو ته ازادي

ر د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال سعودي کې مېرمنو ته اول ځل د موټروانۍ اجازه ور کړل شوه.

تېر کال لومړی ځل سعودۍ مېرمنو ته د موټروانۍ اجازه ور کړل شوه.

دغه هېواد کې له ۱۹۹۰ کال راهیسې پر ښځو د موټروانۍ بندیز و.

دا د قانون بندیز نه و، بلکې د ټولنیز او کلتوري اړخ له امله دوی موټرواني نشوه کولی.

تېر کال سعودي کې مېرمنې اول ځل لوبغالو ته هم لاړې.

د بدلون سرلاری

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

په سعودي عربستان کې د دا ډول بدلون سرلاری د دغه هېواد ۳۲ کلن ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان دی.

نوموړی غواړي خپل دودپالي هېواد له ازادخیالې نړۍ سره سم پر مخ بوځي.

محمد بن سلمان د خپل هېواد لپاره د ۲۰۳۰ کال لیدلوری (ویژن ۲۰۳۰) هم چمتو کړی دی.

نوموړی په دغه پلان سره غواړي چې د سعودي اقتصاد پر تېلو له تکیا را وباسي.