له مسکوه د شړل شويو ديپلوماتانو وتل
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له مسکوه د شړل شويو ديپلوماتانو وتل

روسیه له بریتانیا او د هغې له نورو لوېديځو ملاتړو سره دېپلوماتیکه لانجه ملګرو ملتونو ته وړي. د امنیت شورا په یوه ځانګړې غونډه کې به مسکو هڅه وکړي چې د بریتانیا هغه ادعا چې په سالزبري کې د پخواني روسي جاسوس سرګې سکرېپال او لور یې یولیا سکرېپل د وژنې د هڅې تر شا د روسیې لاس و، وننګوي.

دا خبر له هغې وروسته را رسېږي چې د اټومي وسلو څار ادارې د مسکو هغه غوښتنه رد کړه چې غوښتل یې د دوی څېړونکي دي په بریتانیا کې دا مساله وڅېړي.

اړونده مطالب