د هستوي بټيو کارکوونکي

د هستوي بټيو کارکوونکي

شپېته کاله وړاندې، له بریتانیا ۲۲ زره کسان د جنوبي ارام سمندر هغې سيمې ته ولېږل شول، چې اټومي بم په کې وازمويي. دوی وايي دا چاودنې چې دوی کړې، ډېرو ته يې د سرطان ناروغي او داسې نورې روغتيايي ستونزې ورپېښې کړې چې له امله یې ماشومان له نيمګړتياوو سره وزېږېدل.

بریتانیا یوازینی داسې هېواد دی چې خپلو هغو کارکوونکو ته تاوان نه ورکوي چې د اټومي وسلو په ازموینو کې ښکېل وو. اوس د دې خلکو ډي اېن اې څېړنه کېږي چې له مخې یې جینیټیکي ستونزې معلومې شي.