جرمني کې بريد ګڼ کسان وژلي

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیسو پر خلکو غږ کړی چې د پېښې له ځایه دې لېرې اوسي

له جرمني ترلاسه شوي رپوټونه وایي، په لوېدیځ مونسټر ښار کې یوه لارۍ پر پلو خلکو ور ختلې او لږ تر لږه دوه کسان یې وژلي دي.

په پېښه کې شاوخوا ۲۰کسان ژوبل شوي هم دي.

د اې اېف پي خبري اژانس وایي، بریدګر تر برید وروسته ځان هم ویشتلی او مړ دی.

جرمني پولیس وایي، امکان شته چې دا دی یو ترهګر برید وي، خو لا په ډاډ سره څه نشي ویلي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پېښې ځای

رپوټونه وایي، موټروان پر هغو خلکو خپل موټر ور وخېژاوه چې د رستورانونو مخې ته ناست وو.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، تر پېښې وروسته د پولیسو چورلکې هم را ورسېدلې او لا هم په هوا کې ګرځي.

پولیسو پر خلکو غږ کړی چې د پېښې له ځایه دې لېرې اوسي.

د انځور حقوق PAUL FEGMANN

یاده دې وي چې په ۲۰۱۶ کال کې هم د جرمني په پلازمېنه برلېن کې یوه لارۍ پر روانو خلکو ور ختلې وه او ۱۲ کسان یې وژلي وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب