د سوریې پر دوما ښار "کیمیایي" برید ۷۰ کسان ووژل

ر د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

مرستندویه ډلې وايي، د سوریې دوما ښار کې د زهرجن ګاز برید له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د سپین خوليو په نوم مرستندویه ډله- چې د سوریې جګړه ځپلو سیمو کې مرستې رسوي - دې پېښه کې د وژل شویو کسانو د مړیو انځورونه هم ټوېټ کړي دي.

دوي وايي، دا کسان د زهرجن ګاز له امله وژل شوي دي او د مرګ ژوبلې زیاتېدلو وېره شته.

* د سوریې پوځ بیا د کلورین ګاز په برید تورن شو

* د امریکا استازې: که اړتیا وي سوریه کې لاس په کار کېږو

تراوسه دا خبر په ازاد ډول تایید شوی نه دی.

له دې مخکې سپین خولیو د وژل شویو شمېر ۱۵۰ ښودلی و، خو وروسته یې هغه ټوېټ لرې کړ.

له بلې خوا د سوریې حکومت کیمیايي برید یو مخ بې بنسټه بللی دی.

"د برید مسوول روس دی"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حکومت مخالفانو بوږنوونکي انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ډېرو دردوونکو خبرونو ارزونه کوي.

دوی دا هم وايي، که داسې شوي وي، نو د دې مرګوني کیمیايي برید مسوول باید روس وپېژندل شي، ځکه چې د سوریې د حکومت ملاتړ کوي.

دغه وزارت وايي، د سوریې حکومت پر خلکو د کیمیايي وسلو د کارولو تاریخ لري.

"په کیمیايي بریدونو کې د ډېرو سوریه والو په بې رحمانه ډول په نښه کولو مسوولیت بالاخره د روسیې دی."

د انځور حقوق EPA/SANA
Image caption د سوریې حکومت وايي، د مخالفانو برید کې دا کسان وژل شوي دي.

د حکومت مخالفې ډلې ویلي چې په دغه ګاز برید کې له زرو کسانو ډېر اغېزمن شوي دي.

د غوطه رسنیو مرکز په نوم دا ډله زیاتوي چې پوځي چورلکې د سارین په نوم بیلري بم وغورځاوه چې عصاب فلجوونکی ګاز پکې و.

په ختیځه غوطه کې دوما د وسلوالو په لاس کې وروستی ښار دی او حکومت له څو میاشتې را هیسې کلابند کړی دی.

ورته مطالب