پاکستان او افغانستان؛ "له خطره ډک گاونډيتوب "

د انځور حقوق ARG

د پاکستان ډېلي ټايمز ورځپاڼې خپله نننۍ سرليکنه يا سر مقاله افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزير وروستي سفر ته ځانگړې کړې چې وايي د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د نه باور کچې کمول و.

سرليکنه کې راغلي د ډېرى پاکستانيانو لپاره دا سفر په دې مانا و چې افغانان وهڅوي له پاکستان سره په چلند کې د امريکا غوښتنې په پام کې ونه نيسي او له هغه اغېزه ځان وباسي.

ورځپاڼه که څه هم دا سفر مهم بولي خو وايي دا لا نه ده څرگنده چې د ځينو ژمنو له تکرار پرته لکه د اورپکو پر وړاندې مبارزه، پر طالبانو د سولې له بهير سره د يوځاى کېدو غږ او دا چې سياست به له اقتصادي اړيکو لرې ساتو، نور له دغه سفره څه تر لاسه شول؟

په مطلب کې راغلي اصلا" ستونزه دا ده چې پاکستان او افغانستان دواړه هغسې چې ښايي يو بل ډېر مهم نه بولي.

د ورځپاڼې په وينا دغه دواړه هېوادونه په تر ټولو ښه حالت کې يو بل ته د امنيتي گواښ په سترگه گوري.

اسلام اباد افغانستان ته د هند له عينکو ګوري سره له دې چې د ټاپي په څېر د همکارۍ ښې بېلگې هم شته.

کابل بيا پاکستان د هغو اسلامپالو ځاله بولي چې امريکايانو د رياض په مرسته جوړ کړي.

د ورځپاڼې په باور دا له خطره ډک گاونډيتوب دى.

مطلب په سيمه کې روان حالت ته په اشاره وايي هند، چين، روسيه او امريکا په سيمه کې د برلاسۍ هڅه کوي، اوس د دې مهال رسېدلى چې افغانستان او پاکستان د يوه بل پر وړاندې د مخالفت پرځاى سره گډ کار وکړي.

ورځپاڼه زياتوي، په حقيقت کې اړتيا وه چې دا کار ډېر وړاندې شوى وى.

اېکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق .
Image caption منظور پښین وايي، دا خولۍ ورته یوه ځايي کارګر ور کړې وه.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشر منظور پښتون د خولۍ په اړه يو مطلب خپورکړى چې وايي په افغانستان کې جوړېدونکې مزارۍ خولۍ اوس د پښتون ژغورنې غورځنگ په يوه سمبول يا نښه بدله شوې.

په دې هکله رسنیو کې لومړی ځل بي بي سي پښتو نږدې میاشت مخکې یوه لیکنه کړې وه.

ورځپاڼې د امريکا غږ يوه رپوټ ته په اشاره وايي مزارۍ خولۍ چې تر ډېره يې خلک د افغانستان په بلخ ولايت کې پر سروي اوس د پښتین خولۍ په نامه مشهوره شوې ده.

د ورځپاڼې په وينا منظور پښتین له ځانه په ناخبرۍ په خپلو جامو کې په يو غورځنگ پيل کړى دى.

په کابل کې يوه خولۍ پلورونکي ويلي په دې وروستيو کې د دغې سرې او تور رنگې خولۍ خرڅلاو ډېر شوى دى.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز هغه افغان وگړي سره خبرې کړي چې څو مياشتې وړاندې يې د سره صليب په روغتيايي مرکز کې يوه ډاکټره په ډزو ووژله.

محمد نسيم چې په خپله د گوزڼ ناروغۍ وهلى او ډېر کلونه يې په همدې روغتيايي مرکز کې درملنه شوې وه له زندانه د ټيليفون له لارې ورځپاڼې ته ويلي نه پوهېږي چې ولې يې دا کار وکړ.

هغه له خپلې کړنې پښېماني ښوولې او ويلي دي چې د خپلې دې کړنې له امله به دوزخ ته لاړ شي.

ورځپاڼه ليکي د نسيم د نيولو پر مهال يې د مصنوعي پښو يوه کړۍ او ارابه لرونکې چوکۍ د بريد په ځاى کې پاتې شول او بله کړۍ يې په زندان کې ماته شوه او اوس گرځېدى هم نشي او اړ دى ځان په لاسو ور وڅکوي.

ده ويلي د خپلې کړنې له امله ډېر شرمېدلى دى.

گارډين:

برتانيايۍ گارډين ورځپاڼې د هغه فلسطيني خبريال د جنازې مراسمو په تړاو مطلب خپور کړى چې غزه تړانگه کې له پولې سره نژدې د اسراييلي سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.

ياسر مرتضى هغه مهال ووژل شو چې د خبريالۍ ځانگړى واسکټ يې اغوستى و او د فلسطينيانو د احتجاج په تړاو يې رپوټ چمتو کاوه.

سلگونو کسانو د هغه د جنازې په مراسمو کې گډون کړى و. د ورځپاڼې په وينا ياسر مرتضى فلسطين کې پېژندل شوى وېډيو ژورناليست و

هغه يو له هغو لږ تر لږه نهو تنو و چې تېره ورځ د اسراييلي ځواکونو په بېلابېلو بريدونو کې وژل شوي دي.

اسراييلي پوځ بيا هم ټينگار کړى چې سرتېرو يې يوازې په بلوا کوونکو ډزې کړي او د مرتضى د مړينې په تړاو به پلټنې وکړي.