د ایراني ریالو ارزښت لوېدلې

د انځور حقوق Getty Images

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایران پر ملي سکې -ریال په څو تېرو ورځو کې خورا کلک ګوزار راغلی او ارزښت یې ډېر لوېدلی دی. دغه لوېدنه په تېره بیا د ډالرو په وړاندې د پام وړ ده.

په بي بي سي کې د سوداګریزو چارو خبریال امیر پیوار په دې اړه رپوټ کې لیکي: د ریال ارزښت ددې رپوټ د چمتو کولو پر مهال په یوه ورځ کې ۵٬۷ سلنه او په تېرو دوو اوونیو کې څه باندې لس سلنه د امریکایي ډالرو په وړاندې ټیټ شوی دی.

په تهران کې د صرافیو مخې ته د لویو کتارونو د جوړېدو خبرونه رارسېدلي دي. ډېری ایرانیان د خپلو ملي پیسو د ارزښت له لوېدو سره د بهرنیو اسعارو او سرو زرو په پېرلو مقابله کوي.

له سعودي عرب او اسراییلو سره ایران په خورا ډېر شوي کړکېچ کېوتی او دا وېره هم شته چې امریکا له ایران سره د نړیوالو ځواکونو له اټومي تړون نه ووځي چې ورسره له ایران نه نړیوال بندیزونه پورته شوي وو.

اندېښنه ده چې کېدی شي له تړون نه د امریکا وتل پر ایران د بندیزونو بیا لګېدو ته لار جوړه کړي.

د ایران د مرکزي بانک د خپلو شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د پیسو د پړسوب یا انفلاسیون کچه پنځه کاله وړاندې چې ایران لا تر نړیوالو بندیزونو لاندې وو، ۳۵ سلنه وه.

دا هماغه مهال و چې اوسني ولسمشر حسن روحاني په کې ټاکنې وګټلې او له نړیوالو ځواکونو سره خبرو او د بندیزونو پورته کېدو ته لاره جوړه شوه. ورسره سم د پیسو د پړسوب کچه په ۲۰۱۶ کال کې ۹ سلنې ته ولوېده. یو کال وروسته دغه کچه بېرته لس سلنې ته پورته شوه خو لا هم د بندیزونو د مهال پر تله ډېره ټیټه بلل کېږي.

د ښاغلي روحاني حکومت د پیسو د پړسوب کمېدو ته په اشاره ویلي چې د وګړو د پېر ځواک یې ډېر کړی یا یې د هغه د چټکې لوېدنې مخه نیولې ده. خو دا کار که څه هم یوه لویه بریا ده، څېړونکي یې نه د یوه ټیکاومن اقتصاد له پاره بس بولي او نه یې وګړي پر خپل ژوندانه اغېز دومره احساسولی شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب