روسیه: اسراییل د سوریې پر هوايي ډګر "توغندیز برید" کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا وايي دا برید دوی نه دی کړی.

د روسیې دفاع وزارت وايي، اسراییل د لبنان له فضا د سوریې یوه حکومتي اډه په توغندیو ویشتلې ده.

سهار وختي د سوریي حکومتي رسنیو وویل، د دغه هېواد پر یوه هوايي ډګر توغندیز برید وشو.

دا رسنۍ وایي، په برید کې مرګ ژوبله اوښتې او د دغه هېواد دافع هوا فعاله شوې ده.

د سوریې د حالاتو یو څارونکی بنسټ وايي، په برید کې د ایرانیانو په ګډون څوارلس وسلوال وژل شوي دي.

د پېښې پوره رپوټ لا نشته او نه هم دا رپوټ په خپلواک ډول تایید شوی دی.

د سوریې دولتي تلوېزون د حمص ښار په تي څلور هوايي اډه کې د درنو چاودنو د غړمبار اورېدو خبر ور کړ.

سانا خبري اژانس هم وايي، چې پر تیفور هوايي ډګر هم څو توغندي غورځېدلي دي.

بشار اسد ته خبرداری ور کول

دا برید له هغه وروسته دی چي تيره ورځ د سوریې دوما ښار کې- چې د مخالفانو ولکه کې دی- د کیمیايي برید خبر خپور شو.

امریکا د دغه برید مسوولیت د سوریې پر حکومت واچاوه.

دغه برید ته پراخ نړیوال غبرګون وښودل شو.

د امریکا او فرانسې ولسمشرانو ګډ بیان کې وویل، چې دغه ادعايي برید ته به په ګډه "همغږی او کلک ځواب" ور کړي.

د امریکا ولسمشر په یوه ټویټ کې د سوریې ولسمشر بشار اسد "څاروی" وباله.

ډونلډ ټرمپ خبرداری ور کړ چې بشار اسد به له خپلو ملاتړو"ایران او روسیې" سره د دې برید "درنه بیه" ور کړي.

امریکا دغه برید کې لاس لرل ردوي

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption دوما کې د حکومت مخالف وسلوال.

د تېر کال اپرېل کې امریکا د سوریې پر شعیرات هوايي اډې توغندیز برید وکړ.

دا له هغه وروسته و چې امریکایي چارواکو د سوریې دولت د ادلب په خان شیخون ښار کې پر کیمیایي برید تورن کړ.

دوی خپل توغندیز برید د بشار اسد حکومت ته د سزا ورکولو لپاره "مناسب" غبرګون وباله.

د سوریې دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ( د اپرېل نهمه) په لومړیو کې پر هوايي ډګر دا برید د امریکا کار وباله، خو وروسته یې د امریکا نوم ترې لرې کړ.

په ورته مهال رویټرز خبري اژانس ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، چې د سوریې پر دولتي ځواکونو د امریکا د هوايي بریدونو رپوټونه سم نه دي.

د پنټګان ویاند کریستوفر شرووډ هم په یوه بیان کې ویلي، چې هېواد یې پر سوریه هوايي برید نه دی کړی:

"موږ وضعیت څارو او په سوریه یا نورو سیمو کې د کیمیايي وسلو د کارونونکو د پېژندلو د روانو ډيپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوو."

اوس د امریکا په څېر د سوریې حکومت هم د دغه برید پړه پر اسراییل اچوي.

کیمیايي برید

د انځور حقوق EPA
Image caption د سوریي حکومت له دې مخکې هم پر کیمیايي بریدونو تورن شوی دی.

رسنۍ وايي، پر دوما ښار د شنبې ورځې برید کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د سپن خولیو په نوم مرستندویه ډلې یوه ویډیو پرلیکه کړې چې په یوه کور کې د سړيږ، ښځو او ماشومانو مړي پراته دي او له خولو یې ځګونه روان دي.

خو لا هم کره شوې نه ده چې څه پېښه شوې ده او نه د وژل شویو کسانو شمېر پوره معلوم دی.

خو سوریه او روسیه په دغه سیمه کې د کیمیايي برید ردوي او له دوما د وتلو لپاره یې له وسلوالو سره تړون کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي د دوشنبې ناسته کې پر دغه موضوع خبرې وکړي.