"ولې روسیه په افغانستان کې د داعش په اړه مبالغه کوي؟"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption که څه هم په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیت د پراخېدو په اړه ډېر شواهد نه شته، خو پاکستان هم د روسیې سره په دې تړاو اندېښنو کې ځان شریک بولي

ډيپلوماټ مجلې په افغانستان کې د داعش ډلې او په دې برخه کې د روسیې د اندېښنو او د پاکستان د لېوالتیا په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

لیکوال دې ته کتنه کړې چې ولې روسیه په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې د فعالیت په اړه مبالغه کوي.

دی زیاتوي که څه هم په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیت د پراخېدو په اړه ډېر شواهد نه شته، خو پاکستان هم د روسیې سره په دې تړاو اندېښنو کې ځان شریک بولي.

دا ځکه چې د دغې ډلې را ښکاره کېدل د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د هڅو د ناکامۍ په سیمبول بدل شوی.

لیکوال زیاتوي دا چې پاکستان د نړیوالو له خوا د حقانې شبکې او طالبانو په ملاتړ تورن شوی، نو د روسیې ستراتیژي داده چې پر امریکا د افغانستان په ثبات کې د پاتې راتللو له امله نیوکې وکړي او دا چاره به د پاکستان لپاره د پام وړ وي.

د دې پایله به د لیکوال په وینا د داعش ډلې پر وړاندې ګډ اقدامات او د روسیې او پاکستان ترمنځ د ګډې امنیتي همکارۍ پر لور یو بل ګام وي.

لیکوال وايي، روسیه ځکه په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه مبالغه کوي چې په سیمه کې نور هېوادونه په تېره د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په اړه د خپلو هڅو او کړنلارې ملاتړ ته وهڅوي.

ترکۍ حریت ورځپاڼه

ترکۍ ورځپاڼې حریت لیکلي چې افغان او ترکي چارواکي په پام کې لري چې د انساني قاچاق وړونکو د مافیا په وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

ورځپاڼې په استانبول کې د افغان کونسل ذکریا بارکزي له قوله لیکلي چې انساني قاچاق وړونکي د نشه یې توکو په لیږد کې هم لاس لري.

نوموړي پر ایران هم غږ کړی چې له دې ګډې مبارزې سره یو ځای شي.

ده ویلي که دا ګډه مبارزه وشي، نو په یو وار به دواړه په نښه کړل شي.

نوموړي غوښتنه کړې چې ترکیه دې پر ایران هم فشار راوړي چې په دې لړ کې د افغانستان او ترکیې د هڅو سره همغږی شي.

ښاغلي بارکزي ویلي له ناقانونه کډوالو ناوړه ګټه هم اخیستل کیږي لکه دا چې د ایران رژیم له خوا په سوریه کې د فاطمیون لښکر په لیکو جذبیږي او دا هیڅکله د منلو نه ده.

برتانوۍ اینډیپنډینټ ورځپاڼه

برتانوۍ اینډیپنډینټ ورځپاڼې لیکلي، فرانسې ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره هممهاله په ډاګه شوې چې د سعودي د تېلو د ستر شرکت ارامکو او فرانسوي شرکت ټوټل ترمنځ د یوه ستر کمپلیکس پر جوړولو د ګډې پانګونې هوکړه شوې چې لګښت به یې نهه ملیارده ډالرو ته رسیږي.