روغتیا نړیوال سازمان پر دوما ښار برید پلټل غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption دوما ښار په ختیځه غوطه کې پروت دی

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دوی ته باید اجازه ورکړل شي چې د سوریې په دوما ښار کې د هغه برید په اړه پلټنې وکړي چې ویل کېږي کیمیاوې وسلې پکې کارول شوي.

یاده اداره د یو شمېر رپوټونو پر بنسټ وایي، د شنبې ورځې په دې برید کې کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

خو د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره په بشپړه توګه رد کړې ده.

بل لور ته د امریکا حکومت ګواښنه کړې چې د سوریې د رژیم دې کړنې ته به سخت ځواب وایي.

خو روسیې ویلي، امریکا غواړي پر سوریې د برید لپاره د دوما ښار پېښه د یوې پلمې په توګه وکاروي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په سیمه کې یې ملګرو ادارو ادارو ورته ویلي، د تېرې شنبې ورځې په برید کې زهرجن کیمیاوي مواد کارول شوي چې کابو ۵۰۰ کسان یې اغېزمن کړي.

د دې ادارې یوه چارواکي ډاکټر پیټر سلاما وایلي، له دوما ښاره ترلاسه شویو انځورونو د دوی غوسه را پارولې.

اوس د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې د برید ځای ته د ورتلو اجازه ورکړل شي، تر څو له اغېزمنو کسانو سره طبي مرسته وکړي او د برید پایلې او ګواښونه و ارزوي.

د سوریې د رژیم مخالف فعالان او مرستندویه طبي کار کوونکي ادعا کوي چې په دوما ښار کې دا برید د سوریې حکومتي ځواکونو لخوا شوی.

دوی وایي، په برید کې داسې بمونه کارول شوي چې له تېزابي موادو ډک و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption رپوټونه وایي پر دوما ښار برید کې لسګونه کسان وژل شوي

په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر د ۴۲ او ۶۰ کسانو ترمنځ ښودل شوی.

خو طبي کار کوونکي وایي، ژغورنکې ډلې هڅه کوي هغو زېر زمینیو ته ورسېږي چې خلک پکې له بمباره پټ شوي وو، او شونې ده چې نور مړي هم وموندل شي.

د دوما پر ښار تر دې دمه د جیش الاسلام نومې ډلې کنترول درلود، خو له دې برید وروسته یادې ډلې د سوریې حکومت او روسیې سره هوکړه وکړه چې له دې ښاره به ووځي.

ورته مطالب