ملګري ملتونه: د سوریې کړکېچ مه زیاتوئ

. د انځور حقوق EPA
Image caption انتوني کوتیرېش په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې له امله په نړیوالو اړیکو کې رامنځ ته شوې درز د اندېښنې بللی

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې له امله د روسیې او لوېدیځو هېوادونو تر منځ د رامنځته شوې کړکېچ په غبرګون کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيرېش ویلي، ښکېل اړخونه دې د سوریې د کړکېچ له پراخولو ډډه وکړي.

وروسته له هغه چې تېره شپه د سوریې په دوما ښار کې د کارېدلو کیمیاوي وسلو د ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته بې پایلې شوه، د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، د امنیت شورا غړي باید داسې څه ونه کړي چې له امله یې د سوریې وضعیت له کنټرول ووځي.

د روانې اونۍ په لومړیو کې د سوریې په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارونې له امله د یو شمېر کسانو د مسمومېدو راپورونه خپاره شول چې لوېدېځ هېوادونه یې پړه د سوریې پر دولت ور واچوله.

ښاغلي ګوتيرېش ویلي، زه د امنیت شورا بدلونونه له نږدې څارم او دا چې امنیت شورا ونه کړای شول د دې مسلې په اړه پایلې ته ورسېږي، له امله یې خواشینی یم.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو غونډه

پر دوما ښار د کیمیاوي وسلو تر کارونې وروسته د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې لوېدیځو هېوادونه یو پرېکړه لیک چمتو کړ چې پکې د برید له امله د سوریې دولت محکوم شوی و، خو روسیې دغه پرېکړه لیک ویټو کړی دی.

په سوریې کې د کارول شویو کیمیاوي وسلو په اړه د ګډ دریځ د نه رامنځته کېدو له امله په دغه هېواد کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د پوځي مخامخېدا شونتیا ډېره کړې ده.

په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د امریکا او څو نورو هېوادونو له خوا پر سوریې د برید له وېرې د دغه هېواد مهم پوځي بنسټونه او پوځي هوايي ډګرونه خالي کړل شوي دي.

د دغه بنسټ مشر بي بي سي ته ویلي پر سوریې د شونې برید له امله د ایران او حزب الله ډلې اړوند وسله وال هم له خپلو اصلي مرکزونو نورو سیمو ته لیږدېدلي دي.

سوریه کې دولتي ځواکونو ته د تیارسي امر شوی

په لندن کې مېشت د سوریې د بشري حقونو سازمان مشر رامي عبد الرحمن بي بي سي ته وویل له کله چې پر سوریې د امریکا او څو نورو هېوادونو له خوا د برید وېره رامنځته شوې، دولتي ځواکونو ته د تیارسي امر شوی.

دی وايي له ختیځې غوطې چېرته چې ویل کیږي د کیمیاوي وسلو برید شوی، ځینې ځواکونه په شا کړي دي:

"پوځي هوايی ډګرونه او د پوځي فرقو مرکزونه خالي کړل شوي دي. الوتکي نورو ځایونو ته لیږدول شوي دي. په مهمو پوځي مرکزونو کې یوازې ساتونکې پاتې دي. دغه راز له ختیځې غوطې د څلورمې فرقې او د جمهوری ریاست د ګارډ سرتیري په شا کړل شوي."

* ټرمپ پر سوریې د توغندیز برید ګواښنه وکړه

* روغتیا نړیوال سازمان پر دوما ښار برید پلټل غواړي

* مسکو: واشنګټن دې سوریه کې له برید ډډه وکړي

د نوموړي په خبره، په پلازمینه کې هم داسې ښکاري چې لوړ پوړي پوځي مشران په پټو ځایونو کې خپلې دندې مخ ته وړي. دغه راز په جمرایا کې هغه علمي مرکز هم تش شوی چې ویل کیږي له کیمیاوي وسلو سره تړاو لري.

ښاغلی رامي زیاتوي، د سوریې او روسیې په پوځي اډو کې وضعیت عادي ښکاري خو د ایران او حزب الله په پوځي مرکزونو کې وضعیت دا ډول نه دی.

روسیه فکر کوي چې امریکا به د دوی د مرکزونو په نښه کولو ته زړه ښه نه کړي، خو په ختیځ کې د حزب الله او ایران په مرکزونو کې وضعیت بل ډول دی او ځواکونه یژ نورو سیمو ته لیږدول شوي.

دغه راز له نورو هېوادونو د راغلو وسله والو په مرکزونو کې هم مېشت وسله وال د تیارسي په حال کې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسراییل هم د خبرداري کچه لوړه کړې ده

ایران چې د سوریې د واکمن نظام له لویو ملاتړو بلل کیږي، پر دغه هېواد د هر ډول شوني برید په تړاو خبر داری ورکړی دی.

د ایراني رسنیو د رپوټ له مخې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه یي سلاکار سوریې ته تللی دی.

نوموړي د سوریې چارواکو ته ډاډ ورکړی چې ایران د هر بهرني یرغل پر وړاندې د دوی په څنګ کې ولاړ دی.

پر سوریې احتمالي برید د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې هم وېره خپره کړې ده.

د سوریې ګاونډي هېواد لبنان پرېکړه کړې چې الوتکې به د سوریې په هوايی حریم او د ترکیې په شمالي سیمو کې الوتنې نه کوي.

اسراییل هم د خبرداري کچه لوړه کړې ده.

ورته مطالب