پر سوریې د برید په اړه د سپینې ماڼۍ ناسته بې پایلې وه

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ تر دې وړاندې خبریالانو ته ویلي وو، ډېر ژر به پر سوریې د امریکا د احتمالي برید په اړه پرېکړه وکړي.

پر سوریې د امریکا د احتمالي برید په اړه له خپلو پوځي قومندانانو او لوړپوړو مشاورانو سره د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

دغه ناسته د سوریې په دوما ښار کې د بشار اسد د مخالفانو پر کنټرول سیمه د کیمیایي وسلو د کارونې په غبرګون کې د امریکا او ملاتړو هېوادونو له خوا د ځوابي برید د کولو تر راپورونو خپرېدو وروسته، جوړه شوې وه.

سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا دولت به په دې تړاو د ترلاسه کېدونکو معلوماتو ارزونې او له خپلو ملاتړو سره مشورو ته دوام ور کړي.

ښاغلي ټرمپ تر دې وړاندې خبریالانو ته ویلي وو، ډېر ژر به پر سوریې د امریکا د احتمالي برید په اړه پرېکړه وکړي.

* "په سوریه کې د امریکا او روسیې مخامخېدا شونې ده"

* مسکو: واشنګټن دې سوریه کې له برید ډډه وکړي

* ملګري ملتونه: د سوریې کړکېچ مه زیاتوئ

ډونلډ ټرمپ همدارنګه د پنجشنبې په مازیګر د برتانیا له لومړۍ وزيرې ترېزا مې سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

د برتانیا د لومړۍ وزیرې له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، اغلې مې او ښاغلي ټرمپ د نړیوال اقدام د همغږي کولو لپاره پر نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل، پاریس داسې شواهد تر لاسه کړي چې ښيې پر دوما ښار د کیمايي وسلو برید د سوریې پوځ کړی دی.

د انځور حقوق AFP

ښاغلي مکرون وویل، فرانسه به ډېر ژر دې برید ته د پوځي ځواب پرېکړه وکړي.

له بل لوري د برتانیا د وزیرانو شورا هم د پوځي برید پر اړتیا ټینګار کړی دی.

یو شمېر امریکايي رسنیو د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو له خولې په دوما ښار کې د کیمايي وسلو د کارونې د زیانمنو په میتیازو او وینه کې د زهرجنو کلورینو د بېلګو د موندو په اړه راپورونه ور کړي وو.

د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي، پر دوما ښار تر برید وروسته د کابو ۵۰۰ کسانو په وینه کې د کیمايي وسلو د کارونې نښې لیدل شوې، د سوریې د حکومت مخالفان وايي، د برید له امله یو شمېر کسان مړه شوي دي.

امریکا، فرانسې او برتانیا د برید پړه د سوریې پر پوځ اچولې او د سوریې د پوځ پر وړاندې یې د احتمالي پوځي برید د چمتووالی خبره کړې ده.

روسیه پر سوریې د پوځي برید مخالفه ده او کیمايي وسلو د کارونې په تړاو یې د امنیت شورا د بیا ارزونې غوښتنه کړې ده.

روسیې وړاندې هم د امریکا هغه وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ چې د سوریې په دوما ښار کې یې د کیمايي وسلې د کارونې په تړاو د پلټنو غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب