پښتون ژغورنې غورځنګ ته ولې ځوانان او مشران ور مات شوي؟

د انځور حقوق .
Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور غونډې ته وینا کوي.

له پاکستان چاپېډونکې ډان ورځپاڼې د پښتون ژغورنې غورځنگ په تړاو يوه شننه خپره کړې او وايي، سره له دې چې پاکستاني رسنيو له پامه غورځولى خو ډېر شمېر ځوان او د لوى عمر پښتانه يې ځانته را مات کړي.

ورځپاڼه وايي دغه غورځنگ ځان د پښتنو د ژوندانه او حقونو ژغورونکي په توگه وړاندې کړى او د هغو عناصرو پر وړاندې د درېدو خبره کوي چې د دوى په باور په حکومت کې دننه او بهر شته او غواړي پاکستان کې پښتانه تباه او نوم بدي کړي.

ليکوال وايي د دغه غورځنگ د مشرانو ډېرې گيلې مانې پرځاى دي.

ليکوال وايي پښتانه په ناسمه له مدنيته لرې خو نه ماتېدونکي وگړي پېژندل شوي او مشرانو يې دا انځور د وياړ په توگه لمانځلى او نورو بيا له دې گټه پورته کړې او په جگړو کې يې کارولي.

په دې لړ کې ليکوال د هند او پاکستان لومړۍ جگړه او بيا د شوروي اتحاد پر وړاندې جگړې ته اشاره کوي او وايي پښتانه په دې شعار پکې وکارول شول چې گواکې نه ماتېدونکي جنگيالي دي، له اسلام سره مينه لري او غليم يې نه شي ماتولى.

ليکوال وايي داسې نه ده پښتنو هم په جگړو کې ماته خوړلې ده.

ليکوال وايي حکومت بايد له پښتون ژغورنې غورځنگ ويره و نه لري دا يو کلاسيک يا هغو زړو ملتپالو غورځنگونو ته ورته نه دى او له حکومت روا یا جايزې غوښتنې لري.

عرب نيوز:

د انځور حقوق Getty Images

عرب نيوز ورځپاڼې د راتلونکو افغان پارلماني ټاکنو پر وړاندې ننگونو ته اشاره کړې.

ورځپاڼې د ټاکنو د خپلواک کميسيو ن مشر عبدالبديع صياد په وينا ليکلي چې تر ټولو ستره ننگونه امنيت دى.

د ښځينه کارکوونکو کموالى بله ستونزه بلل شوې چې ويل کېږي دا په ټاکنو په تېره بيا کليوالو سيمو کې د ښځو د گډون پر وړاندې خنډ کېدلی شي.

ورځپاڼې له خلکو سره د پېژندپاڼو نه شتون د ټاکنو پر وړاندې بل خنډ بللى خو حکومت د لسو ميليونو پېژندپاڼو يا تذکرو د وېش ژمنه کړې.

ورځپاڼه وايي خو لويه اندېښنه دا ده چې د ټاکنو د بهير پر وړاندې به د طالبانو غبرگون څه وي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز افغانستان کې وروستي تاوتريخوالي ته په اشاره ليکلي چې په تېر يوه کال کې د شپې ليد پرمخ تللې ټیکنالوجۍ په مټ پر افغان ځواکونو په تېره پر پوليسو او مليشه ټولگيو د طالبانو بريدونه ډېر شوي دي.

نيويارک ټايمز په دې لړ کې د سرپل ولايت په چاربولک ولسوالۍ، د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ او غزني ولايت کې بريدونو ته اشاره کړې، چې وايي د شپې په تياره کې شوي او ځينې يې همغږي بريدونه وو.

ورځپاڼه وايي افغان چارواکو په دغو وسايلو د پوليس ځواک سمبالولو غوښتنه هم کړې خو امريکايي چارواکي د دغې ټکنالوجۍ ورکړې ته ځکه زړه نه ښه کوي چې ويره لري ښايي د طالبانو لاس ته ورشي.