له ځانوژنې یو څوک څنګه ژغورلی شو؟

د انځور حقوق Getty Images

"یو لېونتوب مې وکړ خو په خیر تېر شو." دا د صادق هدایت د لیک یوه برخه ده چې د ځان وژنې له هڅې وروسته یې خپل ورور ته لېږلی و.

نوموړي په ۱۳۰۷ کال کې غوښتل د پاریس په یوه سیند کې ځان وژنه وکړي خو یوې بیړۍ وژغوره.

هغه د دې کار لامل له وطن لرې والی او ځینې نورې ستونزې وګڼلې.

له دې پيښې وروسته نوموړي د "زنده به ګور" په نامه داستان ولیکه.

هغه لیکي: "ټول له مرګ ډاریږي خو زه له خپل ژوند. څومره سخت دی چې مرګ دې خواته نه راځي او په لغته دې وهي! هیڅوک د ځان وژنې پریکړه نه کوي، له ځينو سره د ځان وژنې حس د ازل له ورځې وي دغه کار د دوی په خټه کې وي، لاس ترې نشي اخیستلی. "

د هغه په شان د ځینې نورو خلکو دا باور څومره رښتیا دی، چې وايي د ځان وژنې حس د ځينو په خټه کې وي او دوی ترې نشي پټېدی ؟ دغو پوښتنو ته لنډ ځواب وایو.

داسې هیڅ ډول طبي اسناد نشته چې وښیې "ځان وژنه د ځینو په خټه کې ده" او هر څوک چې له دغه ډول حالت سره مخامخېږي له دغه ډول فکرونو ځان خلاصولی شي.

د ځينو شمېرو له مخې د ۱۰۰ کسانو له ډلې یوازې ۱۲ کسان دغه ډول فکر لري او غواړي ځان وژنه وکړي د دغو کسانو مخنیوی زموږ د ټولو دنده ده.

ځان وژنه یوازې اروايي ناروغانو ته پېښېږي؟

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption د کیوبا انقلاب مشر فیډل کاسټرو زوی فېډل انجل کاسټرو دیاز بالارټ د روان کال د پرورۍ په دویمه ځان وواژه. نوموړی په علمي ټولنو کې د خپل هېواد استازی و.

هغه خلک چې ځان وژنه کوي له ۹۰ سلنه ډېر یې رواني ستونزې لري، چې له هغې ډلې ژور خپګان، د شخصیت ناروغۍ او د نشه يي توکو یا الکولو او... ډېر کارول، خو بیا هم ټول هغه کسان چې ځان وژنه کوي رواني ستونزې نه لري.

هغه کس چې غواړي ځان وژنه وکړي هغه نور د ستونزو حل لار نه ویني او داسې فکر کوي چې نور یې ستونزې نه هواریږي او د له دې ستونزو د خلاصون غوره لار ځان وژنه ګڼي.

کوم شرایط د ځان وژنې لامل ګرځي؟

تر ټولو ګران کس له لاسه ور کول، د دندې نه درلودل، یا له ډېرې بدې پېښې سره مخ کېدل، چې فکر وکړي ور سره مقابله کول یا اواورولو کې یې بې وسه دی همدارنګه د پاخه عمر کسان داسې فکر کوي چې دوی نور زاړه شوي او څوک یې نه غواړي او د دغه فکر له امله ځان وژنه کوي.

د ځان وژنې د خبردارۍ نښې

د انځور حقوق Getty Images

خو ایا د ځان وژنې پر واړندې خبرداری ورکول کیږي؟ له ځان وژنې مخکې ځان وژونکی نښې نښانې لري لکه:

ـ د مرګ په اړه به غږیږي ( غواړم ځان ووژنم او یاله ژونده موړ یم)

ـ تل به ځان ناهیلی، ملامت او ګناګار بولي ( هر څه زما له امله وو چې ...... له هغې پېښې وروسته مې ژوند هیڅ مانا نه لري......... زه ولې ژوندی یم؟

ـ د نه زغمېدونکي درد په اړه به وايي( نور یې نشم زغملی دا درد او غم باید همدلته خلاص کړم)

ـ داسې کړنې به کوي چې ورته تاوان رسوي( ډیر شراب به خوري نشه يي توکي به کاروي)

ـ لوړو ځایونو ته ځي او ( د ځان غورځونې هڅه کوي)

داسې کارونه به کوي چې له ورایه به ښکاري چې ځان وژنه کوي( ګولۍ به خوري، زهر اخلي، رسۍ د زندۍ کولو لپاره اخلي)

د ملګرو لېدو ته ورځي له هغوی خدای پامانې اخلي او خپل د خوښې وړ توکي نورو ته د ډالۍ په توګه ورکوي او وايي"زه یو کار کوم" یا هم "ښايې یو ځای لاړ شم."

ـ د کورنۍ له غړو او ملګرو ګوښه کېږي.

له هغو کارونو یې بد راځي چې مخکې یې ورسره مینه وه.

څه باید وکړو؟

ر د انځور حقوق Getty Images

داسې کس چې غواړي ځان وژنه وکړي د هغه سره باید څه وکړو؟

لومړی باید خپل ځان ارام وساتو. ځکه په دې وخت کې به موږ په غوسه شو او ښايي پر موږ هم تاثیر وکړي.

په لومړي ګام کې باید خپل احساسات کنټرول او خپله ارمتیا وساتو.

وروسته بیا پرته له کوم ډاره د ځانوژنکي سره د هغه د پریکړې په اړه ډانګ پېیلې خبرې وکړو او دغه پوښتنې ترې وکړ؟

۱: دومره دې وضعیت خراب دی چې غواړې ځان وژنه وکړې؟ که ځواب هو وو نو:

۲: د سرته رسولو په اړه دې هم فکر کړی؟ که ځواب هو وو نو:

۳: د دغه کار لپاره دې ځان ته توکي چمتو کړي؟ که ځواب هو وو نو:

۴: دا دې هم فکر کړی چې کله به یې کوې؟

د دې څلورو پوښتنو پوښتل اړین دي.

v د انځور حقوق .

څومره چې د ځان وژنکي پرګرام او ځوابونه دقیق وي هغومره خطر لوی دی او که د ټولو پوښتنو ځواب هو وي نو ژر تر ژره باید د ځان وژنې د مرستندویه ډلې سره اړیکه ونیسو.

که ځان وژنکی غواړي له ځان سره د نورو ژوند هم خطر کې واچوي لکه وغواړي د موټر بریک خراب کړي او بیا هغه موټر پر لویه لار وچلوي او یا هم وسله ولري نو په داسې حال کې اړینه ده چې له مهربانۍ او تر څنګ یې په ډیر جدیت ورسره مخ ته لاړ شئ.

که له کوم داسې کس سره مخ کیږئ چې پوهیږئ ستاسې له تلو وروسته ځان وژنه کوي نو هیڅ کله یې یوازې مه پریږدئ.

د ځان وژنې خبرې تل جدي وګڼئ.

څومره چې کولې شئ د ځان وژونکي خبرو ته غوږ شئ. هیڅ کله ورسره خبرې اترې مه کوئ او د حل لار مه ورته ښيئ په دې ډاډه اوسئ په داسې وخت کې ستاسې چوپتیا له ناروغ سره ډیره مرسته کوي.

د ځان وژونکي هیله مرګ دی غواړي له ژونده خلاص شي، له ستونزو ووځي له هغه سره باید په مینه خبرې وشي هغه ته باید د ژوند د ښه کېدو هیله ور کړو.

هغه ته مه وایئ: څومره ډارن یې! څومره ضعیف یي! وشرمیږه! غښتلی اوسه!

دا ډول خبرې د ځان وژونکي پر مغزو بد تاثیر لري. ځان وژنه هیڅکله د غښتلتیا نښه نه ده.

هغه ته مه وايئ: (څومره ځان غوښتونکی یې! یوازې ځان درته اړین دی نور هیڅوک درته مهم نه دي)

ډیری کسان چې غواړي ځان وژنه وکړي داسې فکر کوي چې دوی په خپلو کورنیو بار دي او خلک له دوی څخه کرکه کوي.

نو که تاسې ورته دا ډول خبرې وکړئ دوی وايي چې ژر تر ژره باید ځان وژنه وکړي تر څو د دوی د کورنۍ له اوږو دروند بار لرې شي.

څه ورته ووایو؟

د انځور حقوق .

ښه لاره دا ده چې ورته ووایو ته هیڅ کله پر خپله کورنۍ بار نه یې او نه به اوسې، موږ غواړو ستا څنګ ته اوسو او هیڅکله دې یوازې نه پرېږدو ځکه موږ درسره مینه لرو غواړو له تاسره مرسته وکړو.

هڅه مه کوئ چې هغه ته د ګناه احساس ورکړئ: (پوهیږې که ته دا کار وکړې نو پلار دې، مور دې، مېرمن/خاوند، ماشوم به دې څه کوي؟ ولې غواړې چې زه او ستا کورنۍ تل خواشیني اوسو؟)

د ګناه احساس ورکولو له امله ځان کم احساسوي او د هغه د حالت په بدلون کې هیڅ ډول مرسته نه کوي.

تاسې د هغه او د کورنۍ د اړیکو په اړه غږېدلی شئ او ورته وایې چې کورنۍ دې له تا سره ډیره مینه لري او هر څه چې یې له لاسه وشي ستا لپاره یې کوي، هغوی ته ډیر ارزښت لرې.

هغه له نورو سره مه پرتله کوئ: (هغه بل ته وګوره څومره یې ژوند له کړاونو ډک دی خو بیا هم خپل ژوند کوي او هیڅکله دا ځان وژنې هڅه نه کوي، ډيری خلک هغه څه چې ته لرې دوی یې نه لري خو بیا هم ځان وژنه نه کوي)

دا ډول خبرې ښایي ستاسې په اند سمې وي خو دا هیڅکله مه هېروئ چې ځان وژونکي به د دې هر څه په اړه فکر کړی وي.

د خدای او مذهب پښه په دې موضوع کې مه ښکیلوئ مه وايي: (دا کار دې ګناه ده، عقیده دې ضعیفه ده، ان د ایمان درجه دې ضعیفه ده چې غواړې دا کار وکړې).

(که ځان ووژنې نو له مرګ وروسته به هم په عذاب یې دوزخ کې به وسوځیږي) موږ د نورو له عقیدو بې خبره یو، ښایې هغه کس نه خدای ومني او نه رسول.

او که یې عقیده ډیره وي نو له ځان سره به وايي چې"خدای خپله پوهیږې چې نور د زغملو وس نه لرم او له مجبورۍ دا کار کوم".

په هر حال دا ‌ډول خبرې له هغه سره هیڅ ډول مرسته نشي کولی بلکې د هغه حالت نور هم خرابوي.

هغه ته ویلی شئ: "پوهیږم ځان وژنه کوې خو ته اندیښنه مه کوه زه درسره یم هر ډول مرسته چې وي زه یې درسره کوم."

دغه ډول خلک باید اروايي سلا مشورو ناسته کې ګډون وکړي او په دغه وخت کې یې د کورنۍ یو غړی ورسره وي نو دا به ورته ډیره ګټه وکړي.

څېړنې ښيي د لسو ځان وژنکو له ډلې ۹ تنه ژغورل شوي کسان نور هیڅ کله بیا د ځان وژنې هڅه نه کوي.

که موږ د ژوند په ترخو کې داسې فکر وکړو چې زموږ ژوند نور مخ په خرابېدو دی او د تښېتې هیڅ لار نشته نور باید ځان ووژنم نو زموږ دا فکر ناسم دی، ځکه تل د بریا او هیلې لار وي.