'افغانستان کې د هند او چین ګډو پروژو پاکستان وارخطا کړی'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي، د ځانګړي ځواک په زیاتېدو سره د عادي سرتېرو شمېر کېږي لکه د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو کې د سرتېرو شمېر چې باید ۱۸۵۰۰ وي اوس له لسو زرو هم کم دی.

واشنګټن پوسټ

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې که څه هم د افغان ځانګړو ځواکونو د لاسته راوړنو او اغېز ستاینه شوې، خو ادعا کوي چې د افغان ملي اردو د ځانګړي ځواک زیاتېدل پر نورو سرتېرو اغیز کوي.

له ترهګرۍ سره د اوسنې کړنلارې پر بنسټ په چټکۍ سره د افغان ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د شمېر او وړتیا لوړولو لپاره هڅې روانې دي.

ورځپاڼه وايي، د ځانګړي ځواک په زیاتېدو سره د عادي سرتېرو شمېر کېږي لکه د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو کې د سرتېرو شمېر چې باید ۱۸۵۰۰ وي اوس له لسو زرو هم کم دی.

ورځپاڼه وايي ددې خبرې اهمیت په دې کې دی چې عادي سرتېرو د ځانګړو ځواکونو پرتله ډېر له ترهګرو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د افغان حکومت د پلان له مخې، په پام کې تر راتلونکو دوه کلونو د افغان ځانګړو ځواکونو شمېر څه باندې ۲۳ زرو ته ورسېږي، افغان ولسمشر تمه ښودلې چې په دې کار سره به افغان ځواکونه وکولی شي پر ترهګرو لاډېر تعرضي عملیات وکړي.

ټایمز اف انډیا

ټایمز اف انډیا لیکلي، د هند او چین ترمنځ په افغانستان کې ګډې پرمختیايي پروژې پر سر هوکړه به پاکستان وارخطا کړي.

ورځپاڼه د یوې حکومتي سرچیني په حواله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی لیکي پر دغې پروژې خبرې شوي او تفصیل به یې د دپلوماتیکیو چینلونو له لارې بشپړ شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټایمز اف انډیا وړاندې لیکي د چین او هند پرونۍ هوکړه د پاکستان بالکل خلاف ده، نو ځکه به ددغه هېواد غبرګون سخت وي.

ورځپاڼې دا یوه ډیره نوې خبره بللې او زیاتوي چې په دې کار سره د افغانستان په اړه د چین او هند ترمنځ یو ډول شته بې باوري له منځي.

ټایمز اف انډیا وړاندې لیکي د چین او هند پرونۍ هوکړه د پاکستان بالکل خلاف ده، نو ځکه به ددغه هېواد غبرګون سخت وي.

ټایمز

بریتانوۍ ورځپاڼې ټایمز لیکلي چې د بریتانیا په پارلماني ټاکنو کې هم روسیې د کارګر ګوند په ګټه چې اوس مخالف ګوند دی د لاس وهنې هڅه کړې، او غوښتل یې د ټاکنو پایله د دغه ګوند د مشر جیرمې کاربن په ګټه واړوي. ورځپاڼه زیاتوي د دې لاس وهنې شواهد د هغې څېړنې په پایله کې تر لاسه شوي چې د دغې ورځپاڼې په خواله رسنیو کې ترسره کړې ده.

ټایمز لیکي دوی ته جوته شوه چې ۶۵۰۰ روسي ټویټر اکاونټونو د تیر کال پارلماني ټاکنو څخه څو اونۍ وړاندې د کارګر ګوند د مشر جیرمې کاربن څخه ملاتړ کړی، د همدې اکاونټونو له لارې ملیونونو کسانو ته د ښاغلي کاربین ملاتړ کوونکي پیغامونه رسول شوي او د سیالې ګوند محافظه کار کمه په کې ویل شوي ده.

ورځپاڼه زیاتوي زیات شمیر اکاونډونو په اتومات بڼه کار کاوه ، نومونه یې د انګلیسي مېرمنو وو، خو خلکو ته یې په پراخه کچه منظم شوي سیاسي پيغامونه استول.

ایکسپریس ټریبیون

د انځور حقوق Getty Images

ایکسپریس ټریبیون لیکي، راتلونکي مالي کال کې د پاکستان دفاعي بودیجه شل سلنه زیاته شوې او دا بې سارې زیاتوالی داسې مهال مخې ته راځي چې د پوځ او د مسلم نون په مشرۍ د ملکي حکومت ترمنځ اختلافات ډېر دي.