لندنیانو ته ګواښنه: له ورېښمني زهري چینجي ځانونه ساتئ

. د انځور حقوق PA
Image caption چارواکو له خلکو غوښتي چې دې چینجي ته لاس ورنه وړي او که چېرې يې لمس کړى وي، روغتيايي مرکزونو ته دې ورشي.

د بريتانيا په پلازمېنه لندن کې د ځنګل ساتونکي وايي، چې د دې هېواد خلکو ته يې خبرداری ورکړى چې ځان له ورېښمني زهرجن چینجي وساتي.

چارواکي وايي چې زړه تنګون، تبه، د پوستکي خارښت او د ستوني درد هغه نښې دي، چې انسان د ورېښمني زهرجن چینجي په ناروغۍ اخته بللی شي.

دا ورېښمني چینجي په وروستيو کې د انګلستان په سوېل کې ليدل شوي، چې د انسان په لاسونو له لګېدو وروسته، د تبې ستوني درد او د پوستکي د خارښت لامل کېږي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې دې چینجي ته لاس ورنه وړي او که چېرې يې لمس کړى وي، روغتيايي مرکزونو ته دې ورشي.

هغه نقشه چې د ځنګل ساتنې سازمان له خوا خپره شوې، هغه سيمې چې دا حشرې پکې ليدل شوي، په سور رنګ نښه شوي او د کينګسټن له سيمې نيولې د لندن تر شماله يې د دې هېواد ډېرې سيمې نيولې دي.

د انځور حقوق Other

اړونده مطالب