د نوې ژبې د زده کړې لپاره مناسب عمر

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption څېړونکي وایي، په ماشومتوب کې نوې ژبه ښه زده کېږي

یوه نوې څېړنه ښیي چې د پردۍ ژبې د زده کړې لپاره تر ټولو مناسب عمر له ۱۸ کلنۍ وړاندې دی.

څېړنه وایي، له ۱۷ کلنۍ یا ۱۸ کلنۍ ور هاخوا هغه وړتیاوې یا مهارتونه چې د یوې نوې او پردۍ ژبې د زده کړې لپاره اړین دي، کمېږي.

څېړونکي وایي، که یو څوک غواړي چې انګرېزي ژبه د انګرېزانو په څېر سمه زده کړي، باید تر لس کلنۍ وړاندې یې لیک لوست پيل کړي.

دا څېړنه پر فېسبوک شوې او کابو ۷ لکه کسانو پکې برخه اخیستې. څېړونکو دې ته کتنه کړې چې ګډونوال څومره پر انګرېزي ژبې برلاسي دي.

له ګډونوالو د هغوی د عمر، مورنۍ ژبې او اصلي هېواد په اړه پوښتنې شوي، او دا چې په کوم عمر کې یې د انګرېزي ژبې زدکړه پيل کړې وه.

له پایلو جوته شوې چې په ماشومتوب کې د یوې پردۍ ژبې ګرامر تر بل هر عمره ښه زده کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پاخه عمر کې د پردۍ ژبې زده کړه نسبتاً ګرانه وي

دا مهارت یا وړتیا تر ځوانۍ، یعنی تر ۱۸ کلنۍ همداسې دوام کوي، خو له هغې ور هاخوا بیا کمېږي.

عمومي انګېرنه هم همدا ده چې په ماشومتوب کې یوه پردۍ ژبه په اسانۍ زده کېږي، او په پاخه عمر کې یې زده کړه بیا ستونزمنه وي.

دا لا جوته نه ده چې تر ۱۸ کلنۍ وروسته وګړي د ژبې د زده کولو وړتیا یا مهارت ولې بایلي.

څېړونکي وایي، لامل یې ښایي دا وي چې له ۱۸ کلنۍ وروسته د انسان ماغزه پاخه شوي وي او په اسانۍ سره بدلون نه مني.

د څېړونکې ډلې یو غړی جاش ټېننبام وایي، شونې ده چې د کوم بیولوژیکي بدلون له کبله وګړي په پاخه عمر کې ژبه نشي زده کولی. خو دا هم شونې ده چې ټولنیز یا کلتوري لاملونه ولري.

د نوموړي په وینا، تر ۱۸ کلنۍ وروسته د وګړو مسولیتونه هم ډېرېږي، یا په پوهنتون کې په یوه ځانګړې برخه کې پر زده کړو بوختېږي. ښایي له همدې کبله د نوې ژبې زده کړې لپاره نور وخت او ذهني انرژي نه لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب