مراکش له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې غوڅې کړې

د بهرنیو چارو وزیر بوریطه وویل هېواد یې تهران کې خپل سفارت تړي د انځور حقوق EPA
Image caption د بهرنیو چارو وزیر بوریطه وویل هېواد یې تهران کې خپل سفارت تړي او ایراني سفیر به وشړي

مراکش ویلي، له ایران سره یې ځکه ډیپلوماتیکې اړیکې شلولې چې په وینا یې تهران د لوېدیځې صحرا بېلتون غوښتونکي جنبش پولیساریو جبهې ملاتړ کوي و وسلې ورکوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې،‌ د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ناصر بوریطه خبریالانو ته وویل، هېواد یې تهران کې خپل سفارت تړي او د ایران سفیر به هم له رباطه وایستل شي.

ښاغلي بوریطه ایران او ملګري یې د لبنان حزب الله ډله د پولیساروي جبهې په روزنې او هغوی ته د وسلو په ورکولو تورنه کړې ده.

د مراکش د بهرنیو چارو وزیر له تهرانه خپل هېواد ته مازې په ستنېدو سره خبریالانو ته وویل او له ایران سره یې د خپل هېواد د اړیکو غوڅولو خبر اعلان کړ.

ده وویل، تهران ته یې د سفر پرمهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره وکتل او پر دې موضوع یې له هغه سره خبرې کړې دي.

بوریطه وویل:‌ "په وروستیو کې د وسلو یو امبار" په الجزایر کې د ایران د سفارت د "عناصرو" له لارې د الجزایر ملاتړې جبهې ته استول شوې ده.

ده وویل: "د حزب الله ډلې جګپوړي چارواکي په ۲۰۱۶ کال د پولیساریو جبهې اصلي مرکز (تندوف) ته ورغلي وو او هلته یې له پوځي مسؤولینو سره کتلي وو."

مالدیپ له ایران سره دیپلوماتیک اړیکي غوڅ کړل

تهران: له کویت په ۱۵ وتونکو ډيپلوماټانو کې سفیر نشته

عربستان: له ایران سره مو د پخلاینې غوښتنه نه ده کړې

حزب الله ډلې په یوه خبرپاڼه کې د مراکش دا څرګندونې رد کړې دي.

مراکش په ۲۰۰۹ کال هم له ایران سره خپل ډیپلوماتیک اړیکي غوڅ کړي وو.‌

لوېدیځه صحرا ۲۶۶ زه کیلومتره مربع اټکل شوې چې ‍له اغزنو تارونو په جوړ شوي دېوال وېشل شوې چې یوه برخه یې د مراکش او بله یې د پولیساریو تر واک لاندې ده.

د مراکش حکومت لوېدیځه صحرا‍،‌ چې تر ۱۹۷۵ کال پورې د اسپانیا مستعمره و،‌ خپله خاوره بولي، خو پولیساریو جبهه بیا له دې کبله له مراکشي حکومت سره جنګېږي چې ولې خپلواکي نه ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لویدیځې صحرا د هغو سیمو پر کرښه اغزن تارونه لګول شوي چې مراکش او پولیساریو پرې واکمن دي

اسپانیا له دغې سیمې په ۱۹۷۴ کال ووتله او ملګري ملتونه هلته د اوربند ‍په رامنځ ته کولو وتوانېدل.

د روان کال لومړیو کې پولیساریو وویل،‌ په راتلونکې کې د شخړمنو سیمو په اړه له مراکش سره د مخامخ خبرو لپاره چمتو ده.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې دواړو غاړو هېڅ مخامخ خبرو ته زړه نه دی ښه کړی.

ورته مطالب