ولې ایرانیو نجونو د نارینه وو کالي واغوستل؟

Image caption دغو نجونو خپل تصویرونه پر خواله رسنیو خپاره کړي

یو شمېر ایرانیو ښځو تېره جمعه د نارینه وو په کالیو کې د فوټبال لوبې ننداره کړې او وروسته یې خپله حال ویلی، چې په اړه یې پر خواله رسنیو پراخ بحثونه شوي دي.

دغو ښځو د تهران ازادي لوبغالي کې د پرسپولیس او سپیدرود ولوبډلو تر منځ د لوبې نندارې ته د نارینه وو کالي اغوستي وو او پر مخونو او سرونو یې مصنوعي ویښتان ټومبلي وو.

ایران کې رسماً پر ښځو لوبغالي ته د تګ بندیز نه شته، خو معمولاً هلته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي. له دغو ښځو نه یوه وايي، درې ځله یې لوبغالي کې د لوبې لیدو لپاره د نارینه وو کالي اغوستي دي.

ایرانۍ توکمه نسیم اقدم ولې پر یوټیوب برید وکړ؟

شپږو میاشتو کې درې نیم زره ایرانۍ نجونې له کور تښتېدلې

نوموړې یوې ځايي ورځپاڼې ته ویلي:

''ګوګل لټون له لارې مې د میک اپ بېلا بېل ډولونه زده کول او په بېلا بېلو چلونو به لوبغالي ته ننوتم. ''

نوموړې له ملګرو ښځو مننه کړې، چې دې سره یې اړیکه ونیوه او یو ځای ورسره لوبغالي ته لاړې. نوموړې وايي زندان ته له تلو نه ډاريږي، ځکه په وینا یې کوم جرم نه کوي، خو وايي چارواکو یو شمېر ښځې نیولې او له اخطار ورکولو وروسته یې خوشې کړې دي.

د لوبې نندارې پر مهال اخیستل شوي تصویرونه لومړی د همدې ښځو لخوا پر خواله رسنیو خپاره شول او ډېرو کسانو پرې له ستاینې او هڅونې ډکې تبصرې یا کمنټونه وکړل.

Image caption پر خواله رسنیو د نجونو تصویرونو ته د ستاینې پیغامات لیکل شوي

یو شمېر نورو بیا پرې نیوکې هم کړې. یوه کس تر تصویرونو لاندې لیکلي:

تاسې ولې د ښځو فوټبال لوبې نندارې ته نه ځئ، ولې غواړئ د نارینه وو لوبې لیدو لپاره لوبغالي ته لاړې شئ؟

یوې ښځې خبر ورزشي نومې ورځپاڼې ته وویل:

''له ساتونکو د ځان پټولو لپاره د ډلو په بڼه هلته لاړو، له لومړۍ او دویمې دروازې ننوتو او هېچا ته معلومه نه شوه، چې ښځې یو، خو کله چې لوبغالي کې کښېناستو هلته ټولو ناستو کسانو ته معلومه شوه. ''

اړونده مطالب