برېتانیا د افغان ژباړونکو د ویزې فیس معاف کوي

د انځور حقوق PA

هغو افغان ژباړونکو ته چې په افغانستان کې یې له برتانوي سرتیرو سره کار کړی اجازه ورکول کېږي چې د فیس له ورکړې پرته په برېتانیا کې ژوند وکړي

زروګونه هغه افغان ژباړونکي چې د برتانیا پینځه کلنه ویزه ورته ورکړل شوې وه او د ویزې وخت یې پای ته رسېږي، ترې غوښتل شوي وو چې د دایمي ویزې د تر لاسه کولو لپاره ۲۳۸۹ پونډه فیس ورکړي چې دوی وايي توان یې نه لري.

دې ژباړونکو د اعتراض په توګه د بریتانیا دفاع وزیر ته لیک وراستولی و چې د دې فیس ورکولو توان نه لري باید معاف شي.

د بریتانوي پوځیانو افغان ژباړونکی وايي بې عدالتي ورسره شوې

سکاټلنډ افغان ژباړونکو ته د لوړو زدکړو په پار قانون بدلوي

د بریتانیې پارلمان: افغان ژباړونکو ته دې پناه ورکړل شي

د برېتانیا دفاع وزیر بي بي سي ته ویلي، دغو افغان ژباړونکو ته چې له برېتانوي سرتېرو سره یې اوږه په اوږه یوځای کار کړی باید اجازه ورکرل شي چې برېتانیا کې ژوند وکړي.

په همدې دلیل د برېتانیا د کورنیو چار وزیر ساجد جاوید ویلي، دوی د پنځه کلنې ویزې تر ختمېدو وروسته د دایمي ویزې د ترلاسه کولو لپاره د لوړ فیس له ورکړې معاف شوي.

یو شمېر هغو افغان ژباړونکو ته په برېتانیا کې د اوسېدو حق ورکړل شوی چې د خپلو دندو له کبله افغانستان کې ژوند له خطر سره مخ و.

ورته مطالب