د لبنان پارلماني ټاکنې؛ "ښځې باید سیاسي پرېکړو کې شریکې شي"

لبنانية تشرح تفاصيل الانتخاب د انځور حقوق Getty Images

د لبنان اوسني پارلمان کې یوازې څلور وکیلانې (ستریدا، جعجع،‌ نائله تویني،. جلبیرت زوین او بهیة الحریري) دي، چې د ۲۰۰۹ ټاکنو کې یې پارلمان ته لار موندلې وه.‌

له هرې یوې سره یې د خپل ګوند ملاتړ و،‌ خو د لبنان د پخواني لومړي وزیر شفیق الحریري خور بهیه بیا د خپل کورني ملاتړ او سیاسي نفوذ له کبله کامیابه شوه.

نن ۸۶ ښځې د مې پر ۸مه ترسره کېدونکو ټاکنو ته نوماندې دي او پارلمان ته د تګ هیله لري.

د ښځینه نوماندانو دا شمېر بې سابقې ګڼل شوی. خو ایا رښتیا به د لبنان پارلمان ۲۵۸ وکیلانو کې د ښځینه وکیلانو شمېر ډېر شي؟‌

ډېرې هغه وکیلانې چې له بي بي سي سره یې د زړه خواله کړي، پارلماني ټاکنو کې پر خپلو بریاوو ډاډمنې نه دي،‌ ان جویل بوفرحات چې د ښځو د یوې مؤسسې مشره هم ده،‌ د سیاسي پرېکړو پوړۍ ته د ښځو پر رسېدو ډاډمنه نه ده او وايي‌ ښايي شمېر یې ایله ۶ ته لوړ شي.

ښايي پارلمان ته د ډېرو ښځو د نوماندېدو یو اصلي لامل په ۲۰۱۵ کال لبنان کې د کثافاتو د ډېرانونو د ډېروالي د لانجې له کبله وي، ځکه هغه وخت ګڼو مدني ټولنو او د ځوانانو ټولنو فعالیتونه پیل کړل او د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول او ښځو ته په سیاسي ډګر کې د ورګډېدو فرصت پیدا شو.

که څه هم د لبنان د ښځو چارو وزارت په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو پر ونډې ډېر ټینګار کوي، خو پارلمان کې لویو څلورو ګوندونو د خپلو ګوندونو په اډانه کې ډېرې کمې ښځینه نوماندانې وړاندې کړې دي.

د لویو ګوندونو کاندیدانې

د انځور حقوق Getty Images

حزب الله ډلې بیا هېڅ یوه ښځه هم پارلمان ته نه ده کاندیده کړې او نورو لویو سیاسي ګوندونو هم دې ته ورته چم کړی.

د "راتلونکې بهیر" په نوم ګوند ۳۴ غړي پارلماني ټاکنو ته ولاړ دي، چې ۱۱ سله یې ښځې دي. "ملي بهیر" ګوند بیا ۴۴ کسان نوماند کړي چې ۲ سلنه یې ښځې دي، "هیله" ګوند بیا ۱۵ کسان ټاکنو ته درولي چې ۶ سلنه یې ښځې دي او د حزب الله ډلې ۱۳ نوماندانو کې ښځو ته صفر ونډه ورکړل شوې.

بوفرحات وايي، لبنان کې سیاسي واک تر ډېره میراثي بڼه غوره کړې،‌ له پلاره زامنو ته خو لوڼو ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوې،‌ ځکه نو ښځې له سیاسي ډګره لرې پاتې شوې.

د بشري حقونو فعاله او لیکواله جمانه حداد وايي: "لبنان کې سیاسي ګوندونه غالباً سړي سالاره پاتې شوي، خو ځینې استثناوې هم پکې شته."

اغلې حداد هیله ښيي چې له ټول ټال ۶۶ ښځو ۱۹ یې بریالۍ شي.

خو د "مهارتونه" مؤسسې مشره لیال بهنام بیا وايي، په مدني ټولنه او سیاسي ډګر کې د ښځو ګډون کومه نوې پدیده نه ده،‌ د ۲۰۱۶ کال د ښاروالیو ټاکنو کې هم ښځې ښې وځلېدې.‌

د انځور حقوق FADEL SENNA

د ۲۰۱۷ کال لومړیو کې د ښځو چارو وزارت (چې مشري یې سړی کوي) لومړي وزیر سعد الحریري وویل:‌ "د نویو ټاکنو قانون کې یو شرط‌ د ښځو د نسبي حق موجودیت دی چې اوسمهال خبرې پرې روانې دي".

خو په تېره جون میاشت کې نوي منل شوي ټاکنیز قانون بیا د ښځو د نسبي ګډون یادونه نه ده کړې،‌ چې په دې سره ددغه تعدیل د ډېری غوښتونکو هیلې په سیند لاهو شوې.

بوفرحات د وزیرانو د یوې داسې شورا خوب ویني‌چې د ښځو ونډه پکې ۵۰ سلنه وي او وايي، که د وزارتونو په کچه د ښځو ونډه تر ۳۰ سلنې کمه وه، دوی ته د منلو وړ نه ده او پیل به یې د ښځو له وزارته کېږي.

د لبنان ۲۰۰۹ کال پارلماني ټاکنو کې ۱۳ ښځې کاندیدانې وې،‌ په ۲۰۱۵ کې دا شمېر ۱۶ شو چې شپږ یې بریالۍ شوې او په ۲۰۰۰ کې ۱۸ وې.‌

د انځور حقوق JOSEPH EID/AFP/Getty Images

سس

اړونده مطالب

ورته مطالب