ټرمپ امریکا د ايران له اتومي تړونه وايسته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ چې سپينه ماڼۍ کې خبرې کولې وويل د ايران پر وړاندې به سخت بنديزونه ولګول شي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ايران له اتومي تړونه وځي.

د ايران اتومي پروګرام پر سر تړون ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د امریکا په ګډون د شږو نړيوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ شوی و.

ډونلډ ټرمپ چې سپينه ماڼۍ کې خبرې کولې وويل، د ايران پر وړاندې به سخت بنديزونه هم ولګول شي.

ډونلډ ټرمپ وويل له ايران سره تړون د امريکا او ملګرو خوندي کولو لپاره وو، خو دغه تړون ايران ته د يورانيمو غني کولو اجازه ورکړې وه.

د ايران له اتومي تړونه د وتلو د اعلان پر مهال ډونلډ ټرمپ زياته کړه، دغه تړون د "ناامنۍ خپرولو" کې د ايران مخنيوی نه دی کړی.

ولسمشر ټرمپ د خپلو اروپایي متحدییو مشورې ته له پام پرته اعلان وکړ چې پر ایران به هغه ټول بندیزونه بېرته ولګوي چې په ۲۰۱۵ کال کې د دې تړون د لاسلیک کېدو پر وخت لېرې شوي وو.

د امریکا د ولسمشر د دې اعلان په غبرګون کې ایران په سملاسي توګه اعلان کړی چې د یورانیمو د غني کولو پروسه به بیا پیلوي.

ایران په دې کار سره کولی شي چې هستوي انرژي او ان وسلې تولید کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د امریکا دا اعلان څرګندوي چې دا هېواد پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ. له همدې کبله ښاغلي روحاني د ایران د هستوي انرژۍ ادارې ته ویلي چې په صنعتي کچه د یورانیمو د غني کولو پروسیه بیا پيل کړي.

ښاغلي روحاني ویلي، څو اوونۍ به انتظار باسي او له هغو نورو هېوادونو سره به سلا مشوره کوی چې له ایران سره په اتومي تړون کې ښکېل وو.

غبرګونونه

د ايران ولسمشر د انځور حقوق PRESIDENT.IR
Image caption د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د امریکا دا اعلان څرګندوي چې دا هېواد پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ

د ډونلډ ټرمپ دغې پرېکړې په نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مشرې فېدريکا موغريني ويلي چې دا يو دوه اړخيز تړون نه دى چې د يوه هېواد له لوري په يوه اړخيزه توگه فسخه شي.

"د ملگرو ملتونو امنيت شورا، په ٢٢٣١ شمېره پرېکړه ليک کې، په يوه خوله په دې تړون هوکړه کړې. دا د اټومي وسلو د نه خپراوي نړيوال ميکانيزم يو مهم عنصر دى او تر هغه چې ايران خپلې اټومي ژمنتياوې پر ځاى کوي اروپايي ټولنه به تړون په بشپړه توگه پلي کړي."

فرانسه او جرمني چې د اروپايي ټولنې غړي دي او برتانيا چې ټاکل شوې اوس له دغې ټولنې ووځي هم د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په تړاو خواشيني څرگنده کړې او دا تړون يې نړيوال امنيت ته مهم بللى دى.

دوى همدا راز له واشنگټن غوښتي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې چې غواړي دا تړون پر ځاى وساتي شته خنډونه لرې کړي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي هم د ولسمشر ټرمپ د دې اعلان په تړاو اندېښنه څرگنده کړې او ويلي دي چې دا تړون د اټومي وسلو د مخنيوي په لړ کې يوه ستره نړيواله لاسته راوړنه ده.

هغه په ټولو غاړو غږ کړى چې د تړون د شرطونو پلي کېدو په تړاو دې خپلو اندېښنو ته تړون کې د ياد شوي ميکانيزم له لارې ځواب ومومي او هغه مسايل چې تړون سره تړاو نه لري بايد له دې اډانې بهر وساتل شي.

روسيې هم تړون ته د ژمنتيا خبره کړې.

د ټرمپ د پرېکړې ملاتړي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ايران اتومي پروګرام پر سر تړون ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د امریکا په ګډون د شږو نړيوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ شوی و

خو اسراييل او سعودي عربستان د امريکا د ولسمشر د پرېکړې هر کلى کړى.

سعودي عربستان ويلي دا تړون د سيمې د بې ثباته کولو لپاره، د ايران هڅو ته مالي سرچينې برابرولې.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامېن نتنياهو بيا ويلي، اټومي تړون د جگړې شونتيا کمه نه بلکې زياته يې کړه.

ښاغلى نتنياهو وايي د بنديزونو د لرې کېدو له امله ايران له لوري د تاوتريخوالي کچه لا زياته شوه چې بېلگې يې د ده په وينا په يمن، عراق، لبنان او سوريه کې د ايران ښکېلتيا ده.

بله خوا په امريکا کې د سعودي سفير وايي، "سعودي په بشپړه توګه د ښاغلي ټرمپ د پرېکړې حمايت کوي، موږ تل د ايران له خوا په سيمه کې د ترهګرۍ د ملاتړ او د بليسټک توغنديو جوړولو له امله اندېښنې لرلې".

د يادولو وړه ده چې اروپايي هېوادونو له ايران سره اتومي تړون يوه غوره لاره بلله، چې د ايران د اتومي وسلو جوړولو مخه ونيسي.

ورته مطالب