د سوریې رسنۍ: اسراییل دمشق ته نږدې پر پوځي مرکز برید وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption ارشیف انځور

د سوریې حکومتي رسنۍ وايي، اسراییل د دغه هېواد پلازمېنې سره پر نږدې سیمو برید کړی، خو زیاتوي، چې دافع هوا ځواکونو یې دوه توغندي شنډ کړي دي.

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا وايي، د چهارشنبې په شپه دا برید پر کسوه سیمه شوی دی.

دا برید یوه ګړۍ له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر له ایران اټومي تړون د خپل هېواد د اېستلو خبره وکړه.

برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، په دغه برید کې یوه پوځي مرکز په نښه شوی.

"د ایران د تر ټولو ځواکمن پوځ سپاه پاسدران غړي او نور شیعه وسلوال وژل شوي دي".

رسنیو کې خپاره شوي انځورونه هم پام وړ ورانی ښيي.

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* "پر اسراییل د ایران برید به د بشار اسد حکومت وپرځوي"

په ورته مهال اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته د ایران په مشرۍ د "مقاومت" ټلوالې یوه چارواکي ویلي چې په دغه برید کې د سوریې پوځ مرکز په نښه شوی، خو یواځې مالي زیان یې اړولی دی.

اسراییلي چارواکو تر دمګړۍ څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې پوځ ویلي و، چې سوریه کې یې د ایران نادودې چارې څارلې دي.

د اسراییل پوځ د نیواکي جولان لوړو کې استوګنو خلکو ته ویلي چې پناځیو ته د تللو لپاره تیار اوسي.

د اسرابیل پوځ دا هم وايي، چې ډول ډول سناریوګانو ته چمتو کېږي.

د پوځ ویاند جناتن کانریکس وايي، د اسراییل پرضد هر ډول تېری به سخت غبرګون وویني.

دا پرمختیا له ایران سره له اټومي تړون د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر له پرېکړې سره هممهاله ده.

د اسراییل لومړی وزیر بنیا مین نتن یاهو د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې هرکلی کوي او وايي "پوره ملاتړ" یې کوي.

"دې تړون د ایران پراختیا غوښتنه کمه نه کړه، بلکې نوره یې هم ډېره کړه او موږ په ټول منځني ختیځ کې دا هرڅه وینو".

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption سوریه وايي دافع هوا ځواکونو یې دوه توغندي شنډ کړي دي.

رویټرز اژانس د اسراییلي رسنیو له خولې وايي، دا اول ځل دی چې سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیلېدلو راهیسې د اسراییل پوځ پناځیو ته د تللو لپاره د تیاري خبره کوي.

ایراني چارواکو له دې مخکې خبرداری ور کړی و، چې سوریه کې د خپل پوځ پر مرکزونو د بریدونو غچ اخلي.

ایران وايي، دا بریدونه اسراییل کړي دي.

اسراییل هم تېر اپرېل کې د هغو دوو بریدونو مسوولیت نه منلی او نه رد کړی چې یو شمېر ایراني سرتېري پکې ووژل شول.

خو دا یې ویلي، چې سوریه کې د ایران د پوځي ځواک په مقابل کې هر اړین کار کوي.

اسراییل د وسلو پر هغو څو جوپو د هوايي بریدونو مسوول هم بلل کېږي چې د لبنان حزب الله ډلې ته استول کېدې.

اسراییل سوریه کې د جولان لوړې د ۱۹۶۷ کال شپږ ورځنۍ جګړه او ۱۹۸۱ کال کې له خپلې خاورې سره یو ځای کړې، خو په نړیواله کچه په رسمیت نه پېژندل کېږي.

ورته مطالب