"د پښتنو ځواک پاکستاني پوځ ته ټکان ورکړى"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption واشنګټن پوسټ ورځپانه وايي، اوس د دې مهال را رسېدلى چې پاکستاني جنرالان د خپلو گټو پر ځاى د قانون واکمنۍ ته لومړيتوب ورکړي.

واشنگټن پوسټ "د پښتنو ځواک پاکستاني پوځ ته ټکان ورکړى" تر سرليک لاندې د پښتون ژغورنې غورځنگ په تړاو يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼې د پښتون ژغورنې د غورځنگ غوښتنو ته اشاره کړې او وايي دوى له پاکستاني جنرالانو غواړي چې خپله څلوېښت کلنه ويجاړوونکې تگلاره بدله کړي.

ورځپاڼه وايي که څه هم پاکستاني پوځ د دغه غورځنگ ځينې وړې غوښتنې منلي خو د د غورځنگوالو د نوم بدولو هڅه کوي.

ورځپاڼه په رسنيو کې د غورځنگ د فعاليتونو په تړاو د رپوټونو نه خپرېدا ته اشاره کوي او وايي داسې عناصر گومارل شوي چې پر خواله رسنيو دغه غورځنگ پاکستان ضد دسيسه او د بهرنيو ځواکونو گومارل شوى څرگند کړي.

ورځپاڼه وايي پاکستان د بنگله دېش له جلا کېدو وروسته له دې ويرېږي چې پښتانه هم بېلتون ته مخه نه کړي پر توندلارو اسلامپالو يې پانگونه وکړه او پښتنو سره یې توپيري چلند پيل کړ او هغوى يې له پرمختگ او سوکالۍ لېرې وساتل.

که څه هم پاکستاني چارواکو او د پاکستان د پوځ مشر د پښتون ژغورنې غورځنگ مشروع غوښتنو پرځاى کولو خبره کړې خو ورځپاڼه وايي د پاکستان پوځي ماشين ډېره زياته هڅه کړې چې دا غورځنگ له افغانستان سره وتړي.

ورځپاڼه وايي د پاکستان په ٧٠ کلن تاريخ کې د پښتون ژغورنې غورځنگ ښايي هغه خوځښت وي چې غږ يې تر ټولو لوړ دى او پاکستانى پوځ يې ننگولى دى.

مطلب وايي اوس د دې مهال را رسېدلى چې پاکستاني جنرالان د خپلو گټو پر ځاى د قانون واکمنۍ ته لومړيتوب ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images

يو. اس. اې توډې:

امريکايۍ يو. اس. اې تودې ورځپاڼې دې کتنه کړې چې ولې د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کېم جونگ اون د تاريخي کتنې ځاى سينگار پور غوره شوى دى.

ورځپاڼه وايي د دغې بې ساري سرمشريزې د ځاى په توگه د سينگاپور غوراوى په ډېر ځيرتيا شوى، ځکه يو خو دغه هېواد له امنيتي پلوه د باور وړ دى او بل هلته رسنۍ ښه کنټرولېداى شي.

ورځپاڼه ليکي، سپينه ماڼۍ غواړي پر هغو انځورونو چې له سرمشريزې اخيستل کېږي کنټرول ولري. د ورځپاڼې په وينا سينگاپور ښه کنټرول شوى چاپېريال لري او په کې نظم او انضباط ډېر پياوړي دي.

د ورځپاڼې په باور بل لوري ته د شمالي کوريا ډيپلوماتان هم سينگار پور کې ځانونه هوسا احساسوي او په همدې حال کې دا هېواد له امريکا سره هم نژدې اړيکي لري.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز ورځپاڼې افغانستان کې د اوۀ هندي انجينرانو برمته کېدو ته په اشاره د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياند رويش کومار په وينا ليکلي، د هغوى د ژغورنې لپاره له اړوندو افغان ادارو سره په پرله پسې تماس کې دي.

وياند ورځپاڼې ته ويلي چې په دې لړ کې د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار سره هم خبرې شوي دي.

پرون هم داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سووراج له خپل افغان سيال سره خبرې کړي او هغه، آغلې سووراج ته ډاډ ورکړى و چې د قومي مشرانو په منځگړتوب د انجينرانو د خوشې کېدو لپاره گامونه پورته شوي دي.