"له زورواکانو سره چلند؛ اشرف غني که حامد کرزی برلاسی و؟"

.
Image caption اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني (ښی) او پخوانی ولسمشر حامد کرزی (کیڼ)

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور په اړه لیکلي، که څه هم هغه له دندې ګوښه شوی ،خو لا هم په بلخ کې ارزښت ور کول کېږي؛ په دولتي ټلوېزیون کې د هغه رپوټونه خپرېږي او د مزار شریف ښار په واټونه کې یې عسکونه لا هم ځړېدلي دي.

د ورځپاڼې د وینا له مخې، ډېر په دې باور دي چې هغه اوس هم په یوه بڼه د بلخ ولایت کنټرول په لاس کې لري.

محمد اسحق رهګذر چې د عطامحمد نور پر ځای د بلخ والي دی، عطامحمد نور ته د عالي جناب خطاب کوي.

له سیمه ییزو زوراکانو سره په چلند کې ورځپاڼې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني هغه حامد کرزي سره پرتله کړی او زیاتوي؛ توپیر دا دی چې پخواني ولسمشر هڅه کوله زورواکان پخپل څنګ کې وساتي خو اوسنی ولسمشر غواړي د هغوی د خپلسریو مخه ونیسي، خو په دې چاره کې برلاسی نه ښکاري.

واشنګټن پوسټ په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د عطامحمد نور احتمالي نوماندۍ ته اشاره کوي، خو زیاتوي که عبدالله عبدالله بیا هم ولسمشرۍ ته نوماند شي، نو ښايي عطامحمد نور نوماندۍ ته زړه ښه نه کړي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه

ټایمز اف انډیا د امریکا او پاکستان ډيپلوماټیکو کړکېچنو اړیکو ته په کتو وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په خړپړېدو سره پاکستان امریکایی ډیپلوماټ په یو ډول یرغمل کړی دی.

دغه ډیپلوماټ په اسلام اباد کې د امریکا په سفارت کې پوځي اتشه دی چې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه موټرسایکل سپاره پر وژنه تورن دی.

ټایمز اف انډیا زیاتوي، د دواړو هېوادونو له اوسني وضعیته داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رښتیا غواړي پاکستان ته د ترهګرۍ اړوند کړنو له امله سزا ور کړي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه

په همدې اړه پاکستانۍ ډان ورځپاڼه لیکي، د دغه ډیپلوماټ د لېږدونې لپاره د باګرام له هوايي ډګره یوه الوتکه لېږل شوې وه خو په نورخان هوايي اډه کې تر څو ساعتونو انتظار وروسته بېرته ستنه شوه.

ورځپاڼه زیاتوي جوزف هال الوتکې ته پورته کېده خو د پاکستان فدرالي ادارې هغه وپېژانده، پاسپورت یې ترې واخیست او د هغه د تګ مخه یې ونیوله.