د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر پر کور چاپه

د انځور حقوق EPA
Image caption د مالیزیا پولیسو د پخواني لومړی وزیر نجیب رزاق په کور او هغو نورو ودانیو چاپې اچولې چې ده پورې اړوندې دي.

د مالیزیا پولیسو د پخواني لومړی وزیر نجیب رزاق په کور او هغو نورو ودانیو چاپې اچولې چې ده پورې اړوندې دي.

پولیسو تایید کړې چې له دې کورونو څخه یې لاسي بکسونه او بهرني اسعار نیولي دي.

د ښاغلي نجیب پر خلاف د فساد تورونه دي، ویل کېږي چې د ۷۰۰ میلیون ډالرو شاوخوا شتمني یې ځای ته ګوښه کړې، خو دی دا تورونه ردوي.

ښاغلی نجیب رزاق د اوسني لومړي وزیر مهاتیر محمد ملاتړی دی، خو له دې وروسته چې د نجیب له کوره دغه شیان ترلاسه شوي، مهاتر محمد امر کړی چې نجیب ممنوع الخروج اعلان کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ویل کېږي چې د ده له یوه کوره ۲۸۴ ګرانبیه لاسي بکسونه نیول شي.

پولیسو د عامو خلکو په مخ کې ښاغلي نجیب ته اړوند ودانیو او کورونو باندې چاپې اچولې، له کورونو نیول شوي توکي، بکسونه یې د خلکو او رسنیو له مخې تېر کړي او نیولي دي.

ویل کېږي چې د ده له یوه کوره ۲۸۴ ګرانبیه لاسي بکسونه نیول شي، چې په دې کې له مالیزیایي رنګت نېولې تر امریکايي ډالرو، قیمتي ساتونو او نور ګرانبیه ګاڼې هم وې.

چارواکو تر اوسه د نیول شویو توکو ارزښت نه دی ټاکلی.

ورته مطالب