د برازیل یوه ټاپو کې ۱۲ کاله وروسته ماشوم وزېږېد

د انځور حقوق AFP
Image caption فرنینډو ډي نورونا د نړۍ یو په زړه پورې ټاپو دی.

د برازیل یوه لرې پروت ولایت کې ۱۲ کاله وروسته یو ماشوم زېږېدلی او په خوشالۍ کې یې جشن جوړ شوی دی.

دغه ټاپو کې د ماشوم پر زېږولو بندیز دی.

* طبیعي زېږون که جراحي عملیات؟

* لس کلنې نجلۍ ته د ګېډې ماشوم لرې کولو اجازه ورکړل شوې

فرنینډو ډي نورو نا ټاپو د برازیل له مشهور ښار نیټال څخه ۳۷۰ کیلومتره لرې پروت دی.

په دغه ټاپو کې درې زره خلک اوسي او روغتون یې د مور ماشوم څانګه هم نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برازیل دغه ټاپو کې تر دریو زرو خلک اوسي.

کوم مېرمنې چې مېدوارې وي ورته ویل کېږي خپل اصلي ټاټوبي ته لاړې شي.

په هر حال یوې مېرمنې د شنبې په ورځ دغه ټاپو کې لور وزووه.

* زه او میندواري، "له لور څخه مې بخښنه غواړم"

* نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه

نوموړي له نوم ښودلو ډډه کوي او وايي، له دې مېندوارۍ خبره نه وه او زېږون "حیرانه" کړې ده.

د دې ښځې عمر ۲۲ کاله ښودل کېږي.

نوموړې ګلوبو وېبپاڼې ته ویلي: د شنبې په شپه دردونو ونیولم، کله چې چڼچوبۍ( حمام) ته لاړم، نو ومې لیدل چې د ورنو منځ ته مې لاندې څه را روان دي.

هغه زیاتوي: "کله چې د ماشوم پلار راغی او پورته یې کړ، نجلۍ وه، زه ډېره حیرانه شوم".

د انځور حقوق .

ځايي ادارې د بیان خپرولو سره د ماشومې زېږون منلی دی.

اوګلوبو وېبپاڼې له مخې په بیان کې زیاته شوې، چې د بچي مور خپله پېژندګلوي نه کوي او خپل کور کې یې بچی زېږولی دی.

د ښځې کورنۍ هم وايي، چې په مېندوارۍ یې پوی شوي نه دي.

د دې ناویات(نادر) زېږون د خوشالۍ لپاره ځايي خلک د ماشومې له کورنۍ سره مرسته کوي او د نجلۍ لپاره جامې او نور وسایل ور وړي.

د انځور حقوق Getty Images

فرنینډو ډي نورونا د نړۍ په ګوته شمېر غوره ساحلي سیمو کې ده.

دا ټاپو د برازیل ملي سمندري پارک له امله مشهور دی چې ځنګلي او سمندري ژوي پکې ساتل کېږي

هلته شمشتۍ، ډولفینونه، نهنګان او ناویات مرغان هرې خوا لیدل کېږي.

دغه ژوي له خطر سره مخ دي ځکه پکې پر ماشوم زېږولو هم بندیز دی.