"پوتین او مودي پر افغانستان خبرې کوي"

. د انځور حقوق Getty Images

انډیا ټوډې لیکي لومړی وزیر نریندرا مودي نن روسیه ته ځي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي له ایران سره د شوې اتومې هوکړې د امریکا په شاکیدلو په رڼا کې اقتصادي اغیزې، ترهګري د افغانستان او سوریې وضعیت او د شانګهای سازمان اړوند مسایل هغه موضوعات دي چې دواړه مشران به یې په اړه خبرې وکړي.

په همدې تړاو انډین اېکسپریس د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکو ته اشاره کړې او زیاتوي موسکو ته د ښاغلي مودي له ورتګه وروسته ولادیمیر پوتین په نږدې راتلونکې کې له هند څخه لیدنه کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، هغه څوک چې لسیزه وړاندې د عراق په پلازمینه بغداد کې مرګوني بریدونه دده په نوم کېدل، اوس د تمې خلاف د عراق د پارلماني ټاکنو ګټونکی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، مقتدی الصدر چې یو شیعه مذهبي مشر دی او ملیشي یې د ایران په وسله سمبالې وې او امریکا هم د عراق ټیکاو ته تر ټولو لوی ګواښ ګاڼه، اوس داسې یو څوک دی چې د عراق په سیاسي راتلونکې کې لوی رول لري.

د انځور حقوق Reuters

اېکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټرېبیون لیکي، د فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعیت علماء ګوند ګواښ کړی چې د فدرالي حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون د تورخم لویه لاره په لنډي کوټل سیمه کې تړي چې غواړي قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره وتړي.

دا پرېکړه د پاکستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې شوې او جمعیت علماء یو له هغو ګوندونو دی چې له دې پرېکړې سره مخالفت کوي او غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې دې بېل ایالت شي.

ورځپاڼې د دغه ګوند د یوه لوړ پوړ چارواکي هغه څرګندونې راخیستې چې وايي دا پرېکړه د یوې نړیوالې اجنډا په رڼا کې شوې او دوی په هیڅ قیمت نه پرېږدي چې دا پرېکړه عملي شي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه

خو پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله پر خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو مسلې ته ځانګړې کړې او د پاکستان د ملي امنیت په شورا کې د شوې پرېکړې ستاینه یې کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي دا چې د اوسنۍ پارلماني دورې یو څو ورځې پاتې دي، نو په پارلمان کې د دې پرېکړې ننګول به په قبایلي سیمو کې د کېدونکو سمونونو لپاره د دې هڅې د وژلو په معنی وي.

ورځپاڼه سپارښتنه کوي چې پارلماني ګوندونه دې د دې پرېکړې ملاتړ وکړي او پکار ده چې د ګوندونو مشران له لومړي وزیر سره د دې موخې تر لاسه کولو لپاره ګډ کار وکړي.

ورځپاڼه وايي په کار ده چې د قبایلي سیمو اوسېدونکي هم لکه د پاکستان د نورو سیمو په څیر حقونه، خدمتونه او نظم ولري.

رودات، عراقۍ ورځپاڼه

عراقۍ ورځپاڼې رودات له ایران سره له شوې اتومي هوکړې د امریکا وتلو په اشارې سره وايي په دې لړ کې پر ایران لګیدونکي بندیزونه به پر افغانستان هم اغیز وکړي، ځکه دا بندیزونه به پر چابهار نورې پانګونې اغیزمنې کړي او په دې اړه شک په زیاتیدو دی چې آیا نړیوال بانکونه او بنسټونه به وکولی شي د نویو بندیزونو په رڼا کې هلته پانګونه وکړي.

جاپان ټایمز ورځپاڼه

جاپان ټایمز لیکي یوه امریکايي لوړ پوړي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ویلي هغه اداره به د روان کال ترپایه خپلې دندې ته دوام ورکړي چې د اسلامي دولت نومې ډلې پرضد جګړه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي په دې پریکړې سره هغه پریکړه ماتیږي چې ډونالډ ټرمپ په سوریه کې دیادې ډلې پرضد له جګړې د امریکا د په شا کېدو په اړه کړې وه.