"هغه وخت تېر دی چې امریکا د نړۍ لپاره پرېکړې کولې"

د انځور حقوق Reuters
Image caption حسن روحاني وایي، امریکا خپل ۱۵ کاله پخوانی سیاست غوره کړی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، اوسنۍ نړۍ دا نه مني چې امریکا ورته پرېکړې وکړي.

نوموړی زیاتوي، اوس ټول هېوادونه ازاد دي او هر ملت په خپله لار روان دی.

د هغه دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له هغه خبرداری وروسته دي چې ویې ویل، پر ایران به سخت تاریخي بندیزونه ولګوي.

خو د ایران ولسمشر وايي، ولس یې سلګونه ځله دا خبرې واورېدې، مګر هیڅ پروا یې ونه کړه.

* ایران ولې د سوریې معادن صادروي؟

* د ایران د اتومي تړون لانجه او د امریکا ستراتیژي

نوموړي د امریکا د اوسني حکومت دریځ د دغه هېواد د پخواني ولسمشر جورج بوش د وخت سیاست وباله او ویې ویل، د واشنګټن اداره پخوانیو ۱۵ کلونو ته ستنه شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په یوه ټوېټ کې ویلي، چې امریکا پخواني سیاست ته ور ګرځېدلې.

جواد ظریف زیاتوي چې هېواد یې له اټومي تړون د امریکا تر وتلو وروسته د دې تړون له نورو لاسلیکوونکو سره خبرې روانې ساتي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه اونۍ وړاندې خپل هېواد له دغه تړون و اېست.

د اروپايي ټولنې دریځ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اروپايي ټولنې مشره وايي، د ایران اټومي تړون په نړیواله ټولنه پورې تړلی

د مایک پمپیو له څرګندونو وروسته د اروپايي ټولنې د بهرني ساست مشرې وویل، د یوه نړیوال تړون په توګه د ایران اټومي تړون پام کې نیول ضروري دي.

فدریکا موګریني زیاته کړه، مایک پمپیو دا ونه ویل، چې له تړون وتل څرنګه سیمه د اټومي وسلو له خطر خوندي کوي.

د هغې په خبره، له دې تړون بل غوره کار نشته.

"د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا تړون تایید کړی او په نړیواله ټولنه پورې تړلی دی، نړیواله ټولنه هیله منه ده چې ټول لوري هغه ژمنې په ځای کړي چې دوه کاله مخکې یې لاسلیک پر کړی دی".

* نتنیاهو: ایران له سرې کرښې اوښتی

* شاه سلمان: ایران په سیمه کې ترهګري کوي

له بلې خوا د اسراییل لومړی وزیر د امریکا دریځ ستايي او له نورې نړۍ غواړي چې ملاتړ یې وکړي.

"د امریکا سیاست سم دی، ایران دا مهال منځني ختیځ کې نفوذ پراخوي، له مختلفو لارو د اټومي وسلو د ترلاسولو هیله هم لري".

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له امریکايي سیال سره پر ایران اټومي تړون د خبرو لپاره واشنګټن ته ځي.

ایران له څه سره مخ کېږي؟

ر د انځور حقوق EPA
Image caption مایک پمپیو وايي، پر ایران به تر هغه بندیزونه وي چې پالیسي کې یې ښکاره بدلونه راغلی نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر ایران هغه بندیزونه بیا لګېږي چې پر ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون وروسته ځنډول شوي وو.

مایک پمپیو زیاتوي پر دغه هېواد نوي بندیزونه هم زیاتېږي، چې پر ایران بې ساری فشار واچول شي.

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د خبرو پر مهال ښاغلي پمپېیو وویل، امریکا به دا خبره پخه کړي چې تهران هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی نه مومي.

نوموړي د ایران مشرتابه ته دوولس شرطونه وړاندې کړل چې له سوریې د ټولو ځواکونو ایستل، په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړ لاس اخیستل او په یمن کې یاغیانو ته د مرستو بندول یې برخه دي.

* د چابهار بندر درې تړونونه وځنډول شول

ښاغلي پمپيو وویل بندیزونه یواځې هغه مهال لرې کېدی شي چې واشنګټن د تهران په تګلارو کې پایېدونکی بدلون وویني.

له اټومي تړون مخکې د امریکا پخوانیو بندیزونو له ایران سره هر ډول سوداګرۍ بنده کړې وه، یواځې د ځینې توکو تبادلې ته اجازه وه چې "ګټه یې د ایران ولس ته رسېده" لکه درمل، طبي وسایل او کرنتوکي.

که څه هم مایک پمپیو نه وايي چې کوم ډول نوي بندیزونه په پام کې لري، خو اونۍ وړاندې یې د ایران د مرکزي بانک پر مشر لګېدلي بندیزونه "د پیل ټکی" وباله.

له خطر سره مخ ځینې معاملې

د انځور حقوق AFP
Image caption د بېړۍ چلولو لوی شرکت مرسک هم وايي، له ایران سره خپلې معاملې ځنډوي.

اوس د نړۍ ځینې ستر شرکتونه چې له اټومي تړون وروسته یې د سوداګرۍ لپاره پر ایران چپاو ور وړی وو، دوو کې حیران دي.

دوی نه پوهېږي ایران کې پانګونه وکړي که له امریکا سره خپله سوداګري روانه وساتي.

  • د فرانسې د توتال شرکت تړون چې پنځه میلیارد ډالر ارزښت لري او ایران کې د نړۍ د تر ټولو ستر ګازي ډګر د پراختیا لپاره شوی دی. توتال اوس د دې پروژې کار تر نومبر ځنډوي یا دا چې امریکا اجازه ور کړي.
  • د ناروې د ساګا انرژۍ شرکت درې میلیارد ډالري تړون چې د لمري بټۍ د جوړولو لپاره شوی دی.
  • د ایر باس تړون چې د سلو جېټ د پلورلو لپاره له ایران سره شوی دی.

د امریکا نوي بندیزونه سملاسي نه لګېږي بلکې له دوو درې میاشتنیو او شپږ میاشتنیو پړاوو وروسته پلي کېږي.

د جرمني د اقتصاد وزیر پیتر التمایر وايي، حکومت یې له هغو جرمن شرکتونو سره مرسته کوي چې له ایران سره یې معاملې کړې دي.

خو زیاتوي چې دا شرکتونه د امریکا له چچلو ژغورلی نه شي.