روزما نجیب ولې د هالیووډ پر ستورو مخکې شوه؟

نجيب رزاق او مېرمن یې روزما منصور د انځور حقوق Reuters
Image caption د مالیزیا پخوانی لومړی وزیر نجیب رزاق او مېرمن یې پارلماني ټاکنو کې له رای اچولو وروسته

د مالیزیا پخوانی لومړی وزیر نجیب رزاق له یولړ لویو ستونزو سره مخامخ دی، ان تر دې چې له خپلې بوډۍ مور سره یې د خلکو د زړه سوي جلبولو لپاره انځور اخیستی.

نجیب چې د مې د روانې مې د ۹مې ټاکنو کې یې ماتې وخوړه، له خپلې کورنۍ سره یې د رخصتۍ د تېرولو په پلمه د خپل غم سپکولو هڅه وکړه، خو اوسني لومړي وزیر مهاتیر محمد یې مخه ونیوه.

پولیسو د ښاغلي رزاق اړوند ۲۸۴ هغه صندوقونه ضبط کړل، چې د هیرمز بیرکین Hermes Birkin نښان لرونکې لاسي قیمتي بکسې او نور قیمتي شیان پکې وو.

دا ټول د هغه د مېرمنې رزوما منصور دي.

پولیسو بیا وروسته ۷۲ نورې بکسې وموندې چې له سکو او ګاڼو ډکې شوې وې.

د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر پر کور چاپه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نیویارک ۲۰۱۴ کال لیلام کې د هیرمز قیمتي لاسي بکسې یوه نمونه

پټه خزانه

د څېړنډلې مشر عمار سنګ یوې خبري ناستې ته وویل ''ما مو په یوه ودانۍ کې وموندل''. دی وايي، سکې او پیسې دومرې ډېرې وې، چې ''په ګوتو د شمېر وس مو نه و، او د ګڼلو یو ماشین مو ورته راوړ''.

اټکل دی چې د رزاق په کور کې پټه خزانه کې سره زر او قیمتي ډبرې هم ځای پرځای شوې وې، د الماسو یو داسې هار هم پکې و، چې ارزښت یې ۲۷ میلیون ډالرو ته رسېږي او دا هار په غلا شویو پیسو اخیستل شوی و.

خو هغه لاسي ګړۍ چې نجیب او مېرمنې یې زوما په لاس کړې وې، قیمت یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

لومړنۍ پېرونکې

په ۲۰۱۲ کال، "سیډني مارنېنګ هیرالډ" ورځپاڼې ویلي وو، روزما یوازې په یوه بوټیک کې د ۶۱ کمیسونو پر پېرلو کابو ۱۰۰ زره ډالر لګولي، چې د بوټیک څښتن ورته "لومړنۍ پېرونکې" نوم ورکړی.

روزما د هیرمز لاسي بکسو عاشقه وه، دا ښځینه لاسي بکسې یوازې ډېر شتمن کسان اخیستی شي.

د نجیب رزاق له کوره د هیرمز او نورو قیمتي نښان لرونکو بکسو په لویه پیمانه ضبطول دا په ډاګه کوي چې روزما منصور د هالیووډ پر ښځینه لوبغاړو ځان مخته کول ګڼي.

هیرمز ښځینه بکسې ویکټوریا بیکهام، کیم کارداشیان او لیډي ګاګا غوندې شتمنې سندرغاړې او لوبغاړې اخیستی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویکټوریا بیکهام لومړۍ ښځه وه چې هیرمز لاسي بکسه یې واخیسته او بیا کیم کارداشیان هم دا لار خپله کړه

هیرمز بکسې

هیرمز بکسې په نړۍ کې له دې کبله ډېرې قیمته دي، چې په جوړښت کې یې د تمساح پوستکی، سره زر، الماس او نور قیمتي توکي کارول کېږي.

پر انټرنېټ د دغو بکسو پېر او پلور نه شته، ځکه ډېرې کم شمېر تولیدېږي او یوازې د مشتریانو د تقاضا پربنسټ د هیرمز خرڅلاوځیو ته استول کېږي.

ان ځینې وخت مشتري فرمایش ورکوي او دوی یې په هماغه اندازه ورته جوړوي.

په ۲۰۱۷ کال، په هانګ کانګ کې د هیرمز په نښان یو لاسي بکس په ۳۷۷ زره ډالرو وپلورل شو، چې نړیوال ریکارډ یې مات کړ.

د لیلام کریسټي بنسټ هغه مهال وویل، د دې بکسې په جوړښت کې د سپینو زرو او الماسو ټوټې کارول شوې "ان که پیسې هم ولرئ، رانیول به یې درته ګران وي، ځکه چې ټیک شپږ کاله باید انتظار وکړئ چې نوبت درورسېږي".

هیرمز شرکت وايي، دوی هر کال یوه یا دوې بکسې جوړوي، ځکه چې جوړښت یې بې شانه ډېر وخت اخلي.

که د هیرمز خرڅلاوځي ته ورشئ، او د هیرمز بکسې اخیستو غوښتنه وکړئ، شرکت مو لومړی سابقې ته ګوري. په دې حالت کې له تاسو سره یوه "مرکه" کېږي چې ایا رښتیا هم د دغې بکسې اخیستو کې جدي یاست او بیا مو نوم د مشتریانو د انتظار په لیست کې شاملېږي.

ورته مطالب