د انجلینا جولي "نفقه ګټونکې" فلم د افغان نجونو ستونزې انځوروي

د انځور حقوق Studio Canal
Image caption د پروانې پلار په ناسم ډول بندي کېږي.

د هالیووډ سینما وتلې لوبغاړې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې انجلینا جولي په یوه نوي جوړ کړي فلم کې هغه څه انځور کړي چې افغانستان ته په خپلو سفرونو کې یې ور پام شوی و.

تر دې وړاندې دې په کمبودیا کې په ځوانو نجونو د جګړې د اغیزې په هکله فلم جوړ کړ، د فلم نوم (لومړی یې زما پلار وواژه) و. اغلې جولي اوس په افغانستان باندې فلم جوړ کړی، چې په همدې تړاو یې وویل "په نړې کې ډېر کم ځایونه دي چې د افغانستان په کچه د نجونو لپاره له ستونزو ډک دي."

د بریډونر یا (نفقه ګټونکې) فلم یو انېمېشن یا کارتون دی چې د ډیبورا ایلیس پرکتاب جوړ شوی.

په فلم کې تنکۍ نجلۍ پروانه نومېږي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اوسېږي او ۱۱ کاله عمر لري.

د پروانې پلار په ناسمه توګه بندي کېږي. دا له ځانه هلک جوړي او خپله مور او خویندې له لوږې ژغوري، ځکه هغه مهال ښځې له کوره نشوای وتلی او د دوی په کور کې نارینه نه ول.

د انځور حقوق Studio Canal
Image caption پروانه د هلک جامې اغوندي چې کورنۍ ته یې ډوډۍ راوړي.

که څه هم کیسه یې د ماشومانو لپاره ده، خو داسې یو انځور وړاندې کوي چې په اسانۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره تر چادرۍ لاندې د افغانستان یو ښه انځور مخې ته ږدي.

دا فلم سږ کال د اوسکار جایزې لپاره هم نومول شوی و. د فلم جوړوونکې انجلینا جولي وایي له فلم څخه یې موخه د نورو بدلو شالیدونو او کلتورونو پراخول او خلک پرې خبرول و.

د فلم ډایرکټره له دې فلم مخکې هم دوه ځله د اوسکار جایزې ته نومانده وه، دا وایي کله چې د پروانې د فلم کیسه ورته وشوه، نو دا خورا زیاته لېواله وه چې پر دې فلم کار وکړي.

د فلم ډایرکټرې ویلي وو چې کله یې په فلم کار پیلاوه نو تر ټولو ډېره مرسته پخپله انجلینا جولي ورسره وکړه، ځکه جولي په افغانستان کې کار کړی، د نجونو له پوهنې سره یې مرسته کړې. په فلم کې یې هم غوښتلي چې څومره افغان غږونه وي هومره به ښه وي.

د انځور حقوق Studio Canal
Image caption فلم د طالبانو د وخت افغانستان انځوروي.

دې غوښتل نړۍ پوه شي چې له ۲۰۰۱ وروسته نړۍ څنګه بدله شوه او موږ په لوېدیځ کې د نړۍ دې برخې ته څنګه ګورو.

د فلم جوړونکو افغان موسیقي غږوونکي وګومارل. فلم پښتو او دري ته هم وژباړل شو او له اوسکار څخه مخکې په کابل کې نندارې ته وړاندې شو.

د فلم ډاریکټره وایي "ما نه غوښتل چې خلک یوازې دا وویني چې څنګه په یوه ټولنه کې نجلۍ څومره سخت ژوند لري. بلکې غوښتل مې د پروانې کرکټر له نجلۍ ورها غاړه وي."

د پروانې غږ کاناډایۍ سارا چاودري ویلی. له فلم وروسته سارا وویل "دې فلم مې سترګې خلاصې کړې او ماته یې وښوده چې زه باید څومره منندویه واوسم د هغه څه لپاره چې زه یې لرم."

د انځور حقوق Studio Canal
Image caption د پروانې ژوند په ډېرو اغیز کړی، په ځانګړي ډول په فلم کې د دې په غږ ویوونکې.

"دې زیاته کړه "زه ډودۍ لرم، اوبه لرم، تعلیم لرم او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لرم. دا هغه څه دي چې زه یې په هکله فکر نه کوم، خو په نړۍ کې ډېرې نجونې شته چې دغو شیانو ته لاسرسی نه لري. زه نهه کلنه وم چې لومړی ځل مې کتاب ولوست او له پروانې سره مې مینه پیدا شوه چې څومره مثبت سوچ لري، ما غوښتل د هغې غوندې واوسم."

د فلم ډایرکټره وایي فکر نه کوي چې په فلم د افغانستان د ښځو د ستونزو یو ساده انځور او اسانه ځواب ورکړای شي.

د انځور حقوق Studio Canal
Image caption د فلم ډایرکټر وایي دا د هیلې او امیدونو فلم دی.

"د دې په اند اصلي ستونزه پخپله په ټولنه کې ده. دا په ځانګړي ډول د نسلونو د جګړو پاتې دودونه دي چې په ټولنه یې اغیز کړی.

ډایرکټره زیاتوي چې دغو ټولنیزو بندیزونو پر وړاندې درېدل د ښخو او کورنیو لپاره اسانه نه دي، ځکه ډیری وختونه همدا ستونزه که یو لور ته د خلکو په اصولو بدلېږي بل لورته بیا د دوی ژوند بدلوي.

د ډایرکټرې په وینا، زموږ د فلم کرکټر د هیلو یوه انځوروونکې ده. او هیله هغه څه دي چې موږ تل ورته اړتیا لرو.