پاکستانی پوځ د "جاسوسۍ تاریخ" کتاب له لیکوال توضیحات غواړي

جنرال اسد درانی
د عکس تشریح،

د دې کتاب چې تازه چاپ شوی نوم "د جاسوسۍ تاریخ، آی ایس آی را او د سولې وهم" دی.

ډان

پاکستانۍ "ډان" ورځپاڼې لیکلي، راتلونکې دوشنبه د پاکستان د پوځي استخباراتو آی ایس آی پخوانی مشر اسد درانی د پوځ لویې قوماندانۍ ته د هغه کتاب په اړه توضیحاتو ورکولو ته ورغوښتل شوی، چې ده د هند د استخباراتو له پخواني مشر سره په ګډه لیکلی.

د دې کتاب چې تازه چاپ شوی نوم "د جاسوسۍ تاریخ، آی ایس آی را او د سولې وهم" دی.

ایرو ایشیا ریویو

"ایرو ایشیا ریویو" خپرنۍ لیکلي چې د پیسو نړیوالو صندوق آی ایم ایف اجرایوي کمېټې له افغانستان سره د مرستو دریمه ارزونه بشپړه کړه، د دې ارزونې په بشپړېدو سره به هغه نژدې شپږ نیم میلیونه ډالره افغانستان ته ورکول کېږي چې د همدې ارزونې پایلو ته ځنډول شوي وو.

دا خپرنۍ زیاتوي، نړیوال صندوق که څه هم افغانستان ته ددغو پیسو پر ورکولو هوکړه کړې، خو امنیتي او سیاسي ترینګلتیا لا هم په افغانستان کې شته، هغه څه چې پرمختګ او باور زیانموي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

آی ایم ایف ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره به مرستې ته دوام ورکوي چې وکولی شي فعال او جامع اقتصادي ولري.

ایرو ایشیا وړاندې لیکي، د پیسو نړیوال صندوق د اروزنې له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې ځايي خالص تولید په واقعي معنی دوه نیم سلنه و، چې له ۲۰۱۶ کال سره توپير نه کوي او په روان کال کې یې هم همدومره تمه کېدای شي او ددې پڅې ودې لامل وايي امنیتي وضعیت او وچکالي ده چې پر خصوصي سکتور اغېز کوي.

خپرونه زیاتوي، د پړسوب یا انفلاسیون کچه به سږ کال د تېر ۲۰۱۷ کال په څېر پنځه سلنه وي.

آی ایم ایف ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره به مرستې ته دوام ورکوي چې وکولی شي فعال او جامع اقتصادي ولري.

جاپان ټایمز

جاپان ټایمز خپله سرمقاله د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ترمنځ غونډې او په دې اړه را ولاړو شویو ناندریو ته ځانګړې کړې .

جاپان ټایمز لیکي، د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ د کېدونکې سرمشریزې لغوه کول نوې خبره نه وه؛ ځکه چې ددې غونډې لپاره هوکړه بنسټیزه نه وه او سمه ارزونه نه وه شوې.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

جاپان ټایمز سپارښتنه کوي چې جاپان دې د هغې ټلوالې کلک ملاتړی پاتې شي چې پر شمالي کوریا د امکان تر حده فشار راوړي.

خو جاپان ته په کار دي له امریکا سره په ګډه کار وکړي چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ وضعیت هغه ترینګلي حالت ته ور ونه ګرځي چې څه موده وړاندې و.

جاپان ټایمز سپارښتنه کوي چې جاپان دې د هغې ټلوالې کلک ملاتړی پاتې شي چې پر شمالي کوریا د امکان تر حده فشار راوړي.

نیویارک ټایمز

"سعودي عربستان کې د اصلاحاتو بهیر شاتګ کړی". دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی چې په یاد هېواد کې یې وروستیو بدلونونو ته په کې اشاره شوې ده.