افغان حکومت د ښي لاس شاوخوا ۶۶ زره ګاډي کباړوي

Image caption په دغو ګاډو کې ځینې تر لس زرو ډالر ارزښت لري.

په افغانستان کې نور هغه ګاډي کباړېږي چې د ښي لاس سټرېنګ لري او د پنځو کلنو اسنادو موده يې پوره شوې.

د دغو ګاډو شمېر په ټول افغانستان کې ۶۶ زره اټکل شوی دی.

پلازمېنه کابل کې ترافیک په څو سیمو کې د دې موټرونو د نېولو لپاره پلټنه کوي.

دوی وايي اسناد يې نور نه نوي کوي.

د کابل ترافيکو د کنټرول او څار مرستیال سردار محمد اشرف نوابي وايي، د دغو ګاډو لپاره ټاکلی وخت تېر دی:

"موږ مجبور یو چې ويې نیسو. پنځه کلن اسناد لروونکي موټر ټولوو، ګمرک ته يې بیایوو، هلته پرزه کېږي او نور له ګرځېدو خلاص دي".

* "ورور سره مې ځکه په موټر کې نه ځم چې پوليس مو دروي"

* د کانونو وزارت مني چې طالبان او داعش له تلک کانونو عاید لري * سعودي مېرمنو ته د موټر سیکل او لارۍ چلولو اجازه هم ور کړه

ملي امنیت شورا پرېکړه

دغو ګاډو ته په ۱۳۹۰ کې پنځه کلن اسناد ورکړل شوي وو، خو پر ۹۵ کال يې وخت پوره شو.

Image caption د کابل په مختلفو سیمو کې ترافیک دا موټر لټوي.

د کابل ترافيک وايي، د روان کال د غوايي میاشتې له پېله يې د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د دغو ګاډو د راټولو کمپاین پېل کړی.

اوس په کابل ګمرک کې تر دوو سوو ډېر دغه ډول موټر کباړېدو ته ولاړ دي.

ورغلي پخپلو ټېرونو دي خو څښتن به يې له دغه ځایه ټوټې وړي.

په دغو ګاډو کې د جګ ماډل موټر هم شته، چې بیه يې تر لسو زرو ډالرو اوړي. خو چې پرزه شي ایله زر- دوه زره ډالر پوره کړي.

قانون څه وايي؟

د افغانستان د ترافیکو اړوند قانون نولسمه ماده کې راغلي چې دغه هېواد کې موټر په ښۍ خوا حرکت کوي.

Image caption د دغو موټر په ټولولو سره به د قاچاق، ګمرکي تېښتې او ترافيکي پېښو مخه ونیسي.

په شلمه ماده کې زیاته شوې چې خلک باید موټر داسې وچلول چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ نه کړي او د دولت او اشخاصو مالونه او شتمني زیانمن نه کړي.

د ماليې وزارت د ستراتيژيکو اړیکو مشر او ویاند اجمل عبدالرحيمزی وايي، د ښي لاس موټر په ټولولو سره به د قاچاق، ګمرکي تېښتې او ترافيکي پېښو مخه ونیسي.

"دوی خپل ګمرکي اسناد نه دي جوړ کړي او د دوی پلېټونه د پنځو کلونو لپاره وو او نور يې اسناد نوي کېږي هم نه. نو دا پروسه پېل شوې ده او دا به په ولایتونو کې هم دوام وکړي".

اته زره وارد شوي موټر

په همدې حال کې د ګمرکونو او عوایدو معينیت وايي چې په ۱۳۹۵ او ۹۶ کلونو کې يې د نږدې شپږ ميليارد افغانیو په ارزښت څه باندې اته زره موټر افغانستان ته وارد کړي.

Image caption نور ګل شفق د دې رپوټ چمتو کولو پر مهال د ښي لاس موټر کې

دا موټر زیاتره د هرات اسلام قلعه او نيمروز له لارې راغلي دي. دا چې په پټو لارو څومره ګاډي افغانستان ته راځي، معلومه نه ده.

که څه هم د ښي لاس ګاډي د افغانستان له ترافيکي سېسټم سره په ټکر کې دي خو د پنځو کلنو اسنادو لرونکي موټر د ټيټې بيې له کبله خلک اخلي.

د کابل په ګډون په ولایتونو کې لا هم ډېر خلک دا ګاډي لري او ګرځوي. نو دا به وخت واخلي چې افغان حکومت په بشپړ ډول دا ګاډي له افغانستانه ټولوي.

ورته مطالب