مایک پمپیو: امریکايي چارواکي شمالي کوریا ته تللي

. د انځور حقوق EPA

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپیو منلې چې امريکايي چارواکي په شمالي کوريا کې دي او د شمالي کوريا له مشر کېم جونگ اون سره د ولسمشر ټرمپ د سرمشريزې ترسره کېدو هڅه کوي.

داسې فکر کېږي چې دوى د ناټومي کېدو د هغې معاملې پر جزيياتو کار کوي چې سرمشريزې کې به پرې بحث کېږي .

د دواړو کورياوو ترمنځ په ناپوځي سيمه د امريکايي او شمالي کوريا د پلاويو ترمنځ روانې خبرې د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ اوکېم جونگ اون د کتنې د شونتيا وروستۍ نښې نښانې دي.

د دغو خبرو اترو موخه سرمشريزې لپاره چې ټاکل شوې د جون پر دولسمې نېټې تر سره شي د اجنډا جوړول دي.

رپوټونه وايي د امريکايي پلاوي مشري سوېلي کوريا لپاره د امريکا پخواني سفير سونگ کېم کوي او د شمالي د پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير چو سون هو ته ورتر غاړې ده.

"هغه وخت تېر دی چې امریکا د نړۍ لپاره پرېکړې کولې"

۶۵کاله وروسته د شمالي کوریا یو ولسمشر جنوبي کوریا ته ولاړ

ټرمپ: که د 'کیم جون اون' لیدل بي ګټې وي، نه یې ګورم

ولسمشر ټرمپ په دې تړاو پر خپل ټوېټر پاڼې خپاره کړي پيغام کې ويلي، چې امريکايي پلاوى د ده او کېم جونگ اون د کتنې چمتووالي لپاره شمالي کوريا ته رسېدلى او دى باوري دى چې شمالي کوريا په يوه ستر اقتصادي ځواک د بدلېدو وړتيا لري او يوه ورځ به داسې وشي.

واشنگټن کې د بي بي سي خبريال کرېس بتلر وايي سره له دې چې چارواکي د سرمشريزې د ترسره کېدو په تړاو ډېر خوشبينه ښکاري خو د وروستيو اوونيو پېښو ښوولې چې د اړيکو بڼه ډېر ژر بدلېداى شي.

اوس هم ډېر زيات کارونه لا پاتې چې بايد تر سره شي، ولسمشر ټرمپ په زغرده ويلي که داسې و انگېري چې دواړه غاړې يوې هوکړې ته سره نشي رسېداى نو ښاغلي کېم سره به له کتنې ډډه وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption موده وړاندې د سي ای اې پخوانی مشر او د بهرنیو چارو اوسنی وزیر مایک پمپیو د ډونلډ ټرمپ او شمالي کوریا د مشر د لیدنې برابرولو لپاره پیونګ یانګ ته تللی و

دا لا نه ده مالومه چې د شمالي کوريا ولسمشر د خپلو اټومي وسلو بشپړې له منځته وړنې ته سلا کېږي اوکه نه.

په تېر کې شوې دغه راز ژمنې پوره شوي نه دي.

خو د سويلې کوريا چارواکو ويلي ولسمشر کېم د خپل رژيم د پاېښت لپاره ډاډينه غواړي، چې امريکايي سيال يې په خپلو خبرو کې بيا بيا دا ډاډ ورکړى دى.

ورته مطالب