له توپک او زندانساتي پرته جېل

د انځور حقوق Gustavo Oliveira
Image caption تاتیان د اېپېک جېل کې.

کله چې تاتیان کوریا دولیما بندیخانې ته اوله ورځ لاړ په هینداره کې یې ځان ونه پېژاند.

دا ۲۶ کله مور چې دوه بچي لري پر ۱۲ کاله بند محکومه شوې.

وايي، په هینداره کې یې مخ بیالیدل عجیبه پېښه وه.

برازیل په نړۍ کې د ډېر وګړو زندانونو له مخې څلورم هېواد دی.

د بندیانو د بدو شرایطو، د دوی د ډېروالي، د بدماشانو تاوتریخوالي او مرګونو بلواوو له امله ډېر څارل کېږي.

تاتیان وروستیو کې له یوه دا ډول زندان داسې مرکز ته ولېږدول شوه چې ایتایونا ښار کې له مجرمانو سره د مرستې او ملاتړ ټولنه یا اې پي اې کې یې اداره کوي.

تاتیان وايي د برازیل عمومي جېلونو کې "بندۍ له ښځیتوب خلاصې دي" خو اې پي اې کې په دې زندان کې اجازه ور کړې چې خپلې جامې وګنډي او خپله کوټه ګۍ کې هینداره، سینګارتوکي او نور څه ولري.

له دې سره سره دا زندان له نورو جېلونو سره نور توپیر هم لري.

له زندان ساتي پرته

د انځور حقوق Gustavo Oliveira
Image caption تاتیان او ملگري یې ویویان

د اې پې اې کې د جېلونو نظام په برازیل کې د خورا امن، ډېر ارځان او ښه انسانیت له امله ورځ تر بلې مشهورېږي.

د مجرمانو د ملاتړ او مرستې ټولنې د مارچ پر ۲۰ د برازیل شمال ته په روندونیا کې هم بند پرانیستلو سره په دغه هېواد کې د بندیانو ساتلو مرکزونو شمېر ۴۹ ته ورساوه.

د دې جېلونو ټول بندیان باید لومړیو کې د برازیل دود محبسونو کې وخت تېر کړي او د خپلې پښېمانۍ زبادولو سره هغه سخت کار او زدکړې تر سره کړي، چې د اې پي اې کې اصلي فلسفه ده .

د اې پي اې کې زندانونه زندانساتي یا وسله نه لري او ور یې هم د یوه بندي له خوا د لیدونکو لپاره پرانیستل کېږي.

دا بندي لیدونکی د کورنۍ څانګي ته بوځي چې دوه کسي کټ پکې پروت وي او بندیو( ښځو بندیانو) ته اجازه ور کوي چې ساعتونه د خپل ژوند ملګري سره په دغه خونه کې تېر کړي.

د بند په بله برخه کې بندۍ( ښځې بندیانې) د سابونو ډبیو باندې نښې لګوي چې بهر پلورل کېږي.

یوې کاتولیک ډلې پر ۱۹۷۲ کال د اې پې اې کې جېلونو بنسټ کېښود او اوس یې یو ایټالوی ناحکومتي بنسټ (اې، او، سي، اې) او د مجرمانو سره د ورورولۍ مرستې او ملاتړ اداره مشري په غاړه لري.

برازیل کې د اې، او، سي بنسټ مرستیال جاکوبو ساباتیلو وايي، مینه او کار د دې بندونو لومړیتوب دی:

"دلته موږ ټولو ته په خپل نوم غږ کوو نه په هغه شمېره یا بدل نوم چې ښايي د جرم په وخت یې درلود".

ښه والی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برازیل بندونه له اندازې ډېر بندیان لري او کله کله پکې مرګونې نښتې کېږي.

بندیان باید دغه نظام کې درس ووايي، کله کله له ځايي حکومت سره په همغږۍ کار وکړي.

که له دغه کار سر وغړوی یا جنجال وکړي دودیز بند ته د ستنېدلو خطر سره مخ کېږي.

ښاغلی ساباتیلو وایي، کله کله د دوی بندونو کې بندیانو یو بل سره لاس اچولی( فزیکي جګړه کړې) خو کله هم څوک وژل شوی نه دی.

د هغه په خبره، زندانساتی د تاوتریخوالي کمولو کې مرسته کوي.

ځینې ښځو سخت جرمونه کړي او په ټول عمر بند محکومې دي، خو بیا هم د زندان ماحول ارام دی.

اګویمارا پاتریشیا سیلویا کامپوس چې اوس له حکومت سره د سلاکارۍ شورا مشره ده وايي، لا هم هڅه کوي چې پخواني زندان کې د خپلې پېژندنې شمېره هېره کړي.

مېرمن کامپوس د دې او خپل پخواني مېړه په ګډ کور کې د ۲۶ ګرامه نشيي توکو له موندلو وروسته څلور میاشتې د برازیل دودیزو جېلونو کې بندۍ وه.

د دې په خبره، هغه داسې ځای و چې بندیان پر ځمکه پر خیرنو توشکونو ویدېدل، خواړه د خوراک نه و او ټول په یو بل کې ننوتل.

مېرمن کاپوس زیاتوي ښځو د دوی او د لیدونکو له بدني تلاشۍ تل شکایت کاوه، ځکه بشپړ یې لوڅول.

سرسخت مجرمان

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برازیل پخوانی ولسمشر لولا ډيسیلوا د روان کال اپرېل کې په دوولس کاله بند محکوم شو.

د مېرمن کامپوس شرایط د برازیل بندونو کې نورې ستونزې را برسېروي.

متخصصان وايي، ښځې تر ډېره له سړي سره د اړیکو لرلو په دلیل جرم کې د ښکېلتیا په تور نیول کېږی او وروسته له پخوانیو بندیانو سره کپس کې اچول کېږي.

دا یو هغه دلیل دی چې تېرو کلونو کې ور سره برازیل کې د بندیو ښځو نفوس خورا ډېر شوی دی.

مېرمن کامپوس وايي، کله چې زندان ته لاړه، له خپل جرم او جنایت خبره نه وه:

"زما سره کوټه ګۍ کې بندي د خپل همسایه د ښځې سره پرې کړی او بیا یې یوه بکس کې له ځان سره وړی و".

نوموړې چې دوه بچیان لري د اتو کلونو بند پوره کولو ته شپې ورځې شمېري.

د برازیل دودیزو جېلونو کې بندیان د زدکړې او کار اجازه لري.

خو د اې پي اې کې بندونو ملاتړی قاضي انتونیو دو کاروالو وايي، ډېر کم په دودیزو بندونو کې دغه کار او زدکړې عملي بڼه لري.

د هغه په خبره، یواځې د قانون رعایتولو سره اې پي اې کې د ټولو له خوا ستایل کېږي او دا په نورو بندونو کې د غمجن وضعیت نښه ده.

هغه باوري دی چې د اې پي اې کې سیستم په برازیل کې د بندیانو د حقونو پام کې نیولو لپاره اغېزناکه لار ده.

د پنجرو تر شا مینه

د انځور حقوق Gustavo Oliveira
Image caption د بند په دېوال لیکلي، هیڅوک له مینې تښتېدلی نه شي.

تاتیان د اې پي اې کې محبس کې اوس بندۍ ده، څه امتیازات هم نه لري او باید د زندان نیمه ازاد حالت ته د رسېدو هڅه وکړي.

ټول بندیان په لومړیو کې د محبس تړلي سیستم کې بندي وي او د جېل نیمه ازاد سیستم ته د وتلو لپاره باید فعالیت وکړي.

دغه سیستم ته تر وتلو وروسته د ښه عمل او چلند په جاري ساتلو سره له بند یوه ورځ رخصتي اخیستلی شي.

ان په دغه تړلي سیستم کې هم تاتیان یو ملګری( بوای فرېنډ) پیدا کړی دی.

هغه چې د خپلې کوټه ګۍ ملګرې ویویان سره کوټه ګۍ کې ناسته ده، دا ور په زړه کوي چې څنګه یې د اې پي اې کې د نارینه وو بندونو ته په لیکونو لېږلو سره ځان ته دوه ملګري پیدا کړل.

له مجرمانو سره د ورورلۍ مرستې ادارې یو غړی اډوارډو انریکه الوس دو اولیویرا وايي، دا اداره د ښه والي لور ته د روانو ټولو بندیانو د وضعیت ښه کولو او د خلکو ترمنځ د اړیکو جوړولو هرکلی کوي.

د اې پي اې کې د محبس انګړ کې پر دېوال لیکل شوي: هیڅوک له مینې تښتېدلی نه شي.