له "ترهګرۍ او توندلارۍ" سره د ۴ عرب هېوادونو نوې مبارزه

ر د انځور حقوق thenational.ae

سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، بحرین او مصر د رسنیو په برخه کې له ترهګرۍ او سخت دریځې سره د مبارزې لپاره د یوې ګډې ستراتیژۍ پر رامنځته کولو سلا شول.

د درې خلیجي هېوادونو د اطلاعاتو وزیرانو او د مصر د رسنیو د تنظیموونکي ادارې مشر هوکړه کړې چې په سیمه کې او نړۍ کې د سخت دریځې او د دوی په وینا د اسلام له دینه د تېر اېستونکي فکر د مخنیوي لپاره به ځانګړې ګډه ستراتیژي جوړوي.

دوی د دوشنبې په ورځ( د مۍ ۲۸) په متحده عربي اماراتو کې پرون سره جرګه شوي وو.

* قطر د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې

* د قطر او سعودي ترمنځ د ناندریو تازه پړاو

دوی ټینګار کړی چې د دودیزو رسنیو ترڅنګ باید پر اوسنیو رسنیو لکه خواله رسنۍ هم زیار وایستل شي چې د ترهګرې ډلې د ځوانانو فکر خپل لور ته وا نه ړوي.

د څلورو هېوادونو سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، بحرین او مصر د رسنیو چارواکو دغې غونډې ته د رسنیو د برخې کارپوهان او د نظر خاوندان ورغوښتل شوي وو چې د دې ستراتیژۍ په رامنځته کولو د هغوی له تجربو ګټه واخلي.

د دغه هېواد رسمي دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې د غونډې برخه والو دې ته په کتو چې سخت دریځي او ترهګري له ځانګړو فکري او مالي منابعو سرچینه اخلي نو په کار ده دا سرچینې وچې شي چې په سیمه کې او نړۍ کې د ترهګرو او سخت دریځو ریښې له بیخه وویستل شي.

د الجزیرې بندولو غوښتنه

د انځور حقوق Reuters
Image caption قطر د عرب هېوادونو غوښتې د خپلواکۍ خلاف بولي.

دغو څلورو واړو هېوادونو یو کال وړاندې له قطر سره چې دوی یې له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او د سعودي له خاورې له قطر سره یوازینې د وچې لار وتړل شو.

دغو هېوادونو په دې شرط له قطر سره د اړیکو د عادي کولو ژمنه کړې چې الجزیره تلویزوني چینل وتړي او له ایران سره اړیکي ټیټې کچې ته راولې.

د اړیکو د عادي کولو لپاره څو نور شرطونه هم ایښودل شوي دي.

د دغو څلورو عربي هېوادونو چارواکي په دې نظر دي چې د الجزیره تلویزیون په څیر رسنۍ په سیمه او نړۍ کې سخت دریځۍ ته لمن وهي.

سعودي او متحده عربي امارات هغه دوه عربي هېوادونه و چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی و.

ویل کیږي چې طالبان لا هم له خلیجي هېوادونو مالي مرسته او بسپنه تر لاسوي.

دغه راز په راپورونو کې ویل شوي چې د طالبانو مخکنی مشر ملا اختر منصور متحده عربي اماراتو ته هم تللی، خو امریکایي او د متحده عربي اماراتو چارواکي په داسې حال کې د هغه له سفر خبر شول چې د نوموړي الوتکه د متحده عربي اماراتو له هوايي حریمه وتلې وه.

ورته مطالب