د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخوا هم د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ناستې شوې دي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه لیکي د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو استازي په بیجنګ کې سره جرګه شوي چې د بهرنیو چارو وزایرنو په کچه په کابل کې د یوې اړخیزې غونډې لپاره تیاری ونیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه او د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د پلاوو مشري کوي.

په ورته وخت د افغانستان په اړه په بیجنګ کې د شانګهای سازمان د تماس ډلې غونډه هم شوې په دې ډله کې چین ، قزاقستان ، کرغزیستان ، هند ، روسیه ، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان غړیتوب لري.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو افغانانو کړاو ته کتنه کړې چې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو په توګه راغلي خو په دې وروستیو کې د دغه هېوادونو له خوا ستانه کړل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي په تېرو دوه کلونو کې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د راتګ چاره سخته شوې او د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ هم چټکه شوې ده.

ورځپاڼه په افغانستان کې روانې جګړې او امنیتي ستونزو ته اشاره کوي او زیاتوي چې د یو شمیر اروپايي هېوادونو چارواکي وايي چې د ځینو لپاره شرایط تر هغې کچې سخت نه دي چې له امله افغانان د کډوالو په توګه ومنل شي.

خو ورځپاڼه زیاتوي افغانستان د کډوالو منلو ته تیار نه دی.

ر د انځور حقوق Getty Images

د امنیتي ستونزو ترڅنګ واشنګټن پوست اشاره کوي چې بې کاري هغه بله لویه ستونزه ده چې له لویدیځو هېوادونو ستانه شوي افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.

ورځپاڼه زیاتوي په اروپايي هېوادونو کې د بشري حقونو بنسټونه د اروپايي هېوادونو له دې کړنلارې سره مخالف دي او غوښتنه کوي چې افغانستان ته د کډوالو د ستنولو چارې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ګارډین:

برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین وايي، په برتانیا کې لا هم په زوره واده ته د اړ اېستلو پيښې شته او په تیرو درې کلونو کې د ورځپاڼې د څېړنې د پایلو له مخې په زوره د واده اړ اېستلو څه باندې درې زره او پنځه سوه پیښې له پولیسو سره ثبت شوې دي.

خو ورځپاڼه وايي دا واقعي شمېره نه ده او نور داسې زرګونه میرمنې په ټوله برتانیا کې شته چې په زوره واده ته اړ اېستل شوې دي.